د سره صلیب نړیواله کمېټه افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مالي مرستې بندوي
د سره صلیب نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله افغانستان کې له ۲۵ روغتونونو سره مرستې بندوي
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند ډېیګو الکانترا د پنجشنبې په ورځ اګست ۱۷ (زمري ۲۶) وویل: “که څه هم موږ د حکومتي وزارتونو، تمویل کوونکو او د سازمانونو سره د روغتون د برخې د بدیل لپاره د دوامداره ملاتړ د میکانیزم د موندلو په خاطر تعامل ته دوام ورکوو، خو تمه کیږي چې د روغتونونو لپاره [د سره صلیب] د پروګرامونو تدریجي بندیدل به د اګست په پای کې پیل شي.”
نور ولولئ: سره صلیب کمېټه: د ځینو روغتیايي مرکزونو ملاتړ پرېږدو
الکانترا وویل: “سور صلیب د اوږدمهاله روغتیایي پاملرنې د ټولو فعالیتونو د دوام ورکولو لپاره اسانتیاوې او سرچینې نلري.”
د سره صلیب د بودجې کموالی
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په اپریل کې اعلان وکړ چې ددې کمیټې مدیره هیت د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو لپاره د ۴۷۵.۳۰ میلیون ډالرو بودیجې کموالی تصویب کړی او په ځینو ځایونو کې یې عملیات ځنډولي دي.
د سره صليب د نړيوالې کميټې وياند وويل: “موږ د هغو مالي ستونزو په اړه چې د سره صليب نړيواله کميټه ورسره مخامخ ده په شفاف ډول د افغانستان له اسلامي امارت سره خبرې کړې دي او هغوی د عامې روغتیا وزارت ته د روغتیایی خدمتونو د بشپړه مسوولیت د راستنيدو څخه خبر دي. ”
سره صلیب ویلي دي چې په افغانستان کې به د معلولیت لرونکو کسانو د ملاتړ پروګرام په ګډون نور روغتیايي پروګرامونه هم دوام وکړي.
د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت تر اوسه غلی دی
دا څرګنده نه ده چې د دغو سترو افغان روغتونونو د معاشونو د ورکړې په ګډون چې میلیونونو افغانانو ته خدمات وړاندې کوي، د فعالیتونو د پرمخ بیولو لپاره څومره پیسو ته اړتیا ده او ایا د طالبانو مقامات به وتوانیږي چې دا بوجه ورکړای شي او که نه؟
دغه روغتونونه د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو څو میاشتې وروسته د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له خوا ملاتړ کېږي.
نور ولولئ: سور صلیب: ډېری افغانان د اولیه توکو د اخیستلو توان نه لري
د سره صلیب نړیوالې کمیټې په پیل کې ۳۳ روغتونونو سره مرسته کوله، او د شاوخوا ۱۰زره روغتیایی کارکوونکو معاشونه او ځینې طبي تجهیزات یې ورکول. خو اتو روغتونونو ته یې مالي مرستې لا دمخه بندې کړې وې.