ستاسې اند او نظرنړیوال خبرونه

د سريلانکا دصحت وزیر: د کورونا لپاره تور چاى خه درمل دۍ

تور چاۍ جې یو څه وخت وړاندې په ټولینیزو رسنیو کې د کرونا ویروس لپاره خه درمل خودل کېده او په سوشل میډیا کې ډېر مشهور شوۍ وو ډېرو عامو وګړو د تور چي نه مسخزه جوړه کړې وه او د مسخزې په ډول به یی په ټولنیزو رسنیو کې پوسټونوه کول . اوسمهال  د سريلانکا هېواد د روغتيا وزير دا خبره کړې ده، چې درې يا څلور ګيلاسه تور چاى څښل د کورونا ويروس په ضد ډېر ښه تاثيرات لري او هم مو نورې تنفسي ستونزې هواروي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د سريلانکا د روغتيا وزير ډاکټر رامش پاترينا په يوه ويډيو کې ويلي دي، چې تور چاى د کورونا ويروس په ضد ښه تاثيرات لري او د ورځې بايد درې يا څلور ګيلاسه وڅښل شي.

د سريلانکا د دولت يوه وياند په يوه اعلاميه کې ويلي چې تور چای د نوي کورونا ويروس په وړاندې ډېر زيات مثبت تأثير لري، دغه څېړنه د سريلانکا هېواد د ساينسي څېړنو يو انسټیټیوټ ترسره کړې ده او په دې هکله یې ساینسي معلومات هم خپاره کړي دي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې هم د تور چاى د څښلو ځينې اوازې خپرې شوې وې، خو له دغه اوازو سره داسې خبرې تړلې وې، چې هېڅ يقين پرې کول مشکل و.

همدا راز په افريقا کې هم دا اوازه خپره شوې وه، چې تور چاى د کورونا ويروس مخنيوى کوي، خو وروسته دغه اوازې رد شوې او وويل شول چې داسې هېڅ شواهد نشته.

د سريلانکا دصحت وزیر: د کورونا لپاره تور چاى خه درمل دۍ

د سريلانکا د ساينسي څېړنو د انسټیټیوټ په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي دي چې تور چای ځانګړي انتي ويرال يا ويروس ضد خواص لري، په ځانګړي ډول د بدن دفاعي سيستم غښتلی کوي ترڅو د ويروسونو په ضد يې مقاومت زيات شي، په نړۍ کې همدا اوس ګڼې څېړنې روانې دي چې داسې څه پيدا شي چې په ځانګړي ډول د نوي کورونا ويروس په وړاندې د بدن دفاعي سيستم غښتلی کړي.

تر دې وړاندې چې په دې هکله څېړنې شوې دي د تور او شين چای ګڼې ګټې یې په اثبات رسولې دي، په ځانګړي ډول د انتي ويرال يا ويروس ضد ناروغیو په وړاندې، د مثال په ډول د انفلونزا په کنټرول کې د چايو ګټه ساينسي ثابته شوې ده، چای د انفلونزا د ويروس ډېرښت په وجود کې کم ترينې اندازې ته رسوي، له همدې کبله د چايو څېړنو په دې بحراني حالت کې هيلې را پيدا کړې دي. دا اوس د قناعت وړ مسله ده چې تيافلاوين(theaflavin) په احتمالي ډول ځواک لري چې د کورونا ويروس انزايمونه بې تاثیره کړي، په تيوريکي ډول دا په ثبوت رسېدلې ده، يانې په تيوري کې دا ثابته ده چې تيافلاوين د کورونا ويروس انزايمونه بې اغیزې کوي، علمي تحقيقات دا تګلاره مني خو په عمل کې ددې کوم عملي ثبوت نه دی وړاندې شوی، تيافلاوين يو ډول انتي اوکسيدان‌ دي چې د تور چای د جوړښت د انزايمي اوکسیدشن په جريان کې تولید کیږي، څېړنې ښيي چې تور چای د تيافلاوين له اړخه د شین څخه زيات شتمن دی، تيافلاوين د ټولو تنفسي ناروغیو په برخه کې ډېر ګټور او مثبت تاثيرات لري

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button