هنر او ادب

د سلمان خان ورو خپلې مېرمن ته طلاق ورکړ

د بالیووډ مشهوره فیشن ډیزاینر سینما

د بالیووډ مشهورې فیشن ډیزاینرې سینما له خپل پخواني خاوند او د بالیووډ له تکړه اداکار سهیل خان نه د طلاق اخیستلو لامل په ډاګه کړ؛ دوی ۲۴ کاله ګډ ژوند وکړ.

سیما له طلاق وروسته په دې وروستیو کې د لومړي ځل لپاره خبرې کړي او ویلي یې دي، که زه چېرته په یو داسې ژوره کنده کې ولوېږم او د هغې بل لورې ته بله نړۍ وي، نو زه به په دویمه نړۍ کې ژوند کول خوښ کړم، ځکه چې دا ما پرمختګ ته هڅوي. هغه وایي، له طلاق وروسته زه خپل ژوند ته له نوې خو مثبتې زاویې ګورم، که منفي فکر راولوېږي نو پام ورته نه کوم. هغه زیاتوي، زه اوس د ژوند په یو داسې پړاو کې یم، چې ماته دا هیڅ توپیر نلري چې څوک زما په اړه څه وایي.

نور یی ولوله |شمالي افغان وايي : د سیلاب نوم دې ورک شي

نور یی ولوله | کابل کې د سینماګانو پرانیستل؛ ۳۷ فلمونه به نندارې ته کېښودل شي

د بالیووډ ستوری سلمان خان کشر ورور

د یادونې وړ ده چې د بالیووډ غوره ستوري سلمان خان کشر ورور او پروډیوسر سهیل په ۱۹۹۸ کال له سیما سره واده کړی و. دوی د (پیار کیل تو ډرنا کیا) فلم پرمهال لېدلي ول، چې دوی اولادونه هم لري.د دوي ژوند یو وخت پورې ډېر په ښه توګه مخ ته روان وو..

خو د دواړو له واده ډېر وخت وروسته د دوی ترمنځ اړیکي خرابې شوې او بالاخره له څلرویشت کلن ګډ ژوند وروسته دوی په روان کال کې سره لارې بېلې کړې.او دواړو د واده نیکاح ماته کړه.دوي لا هم په دې اړه څه ندي ویلي چې اینده کې د دوي څه پلان دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button