د سواګرۍ وزیر: غواړو له قزاقستان سره سوداګري ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړو
د طالبانو د صنع او سودارګۍ وزیر نور الدين عزيزي وايي، غواړي له قزاقستان سره سوداګري پراخه کړي
د قزاقستان پلازمېنې الماتا ته د مېرمنو په ګډون ۲۵۰ تنه افغان سوداګر او صنعت کاران تللي چې له تېرو دريو ورځو راهيسې يې خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي دي. په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت یوه اقتصادي پلاوی له قزاقستانی چارواکو سره د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر یوې لارنقشې خبرې کړې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د صنایعو او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، په پلازمېنه الماتا کې د قزاقستان له چارواکو سره د افغاني د توکو د صادراتو، ترانزیټ، ټرانسپورټ، کانونو او د سوداګرۍ د پراختیا لپاره پر يوه لار نقشه کار کوي.
د افغاني توکو پر وړاندې ټرانزیټي ستونزې
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، افغانستان اړتیا لري چې د خپلو توکو د صادراتو پر وړاندی د ټرانزیټی ستونزو د حل لپاره په ځانګړې توګه د قزاقستان له لارې کار وکړي
نوموړي وويل، “د قزاقستان د لومړي وزير د مرستيال په شتون کې د افغان او قزاقستاني چارواکو تر منځ غونډه ډېره بريالۍ وه. څه موده وړاندې قزاقستان موږ ته د لارنقشه رالېږلې وه چې د افغانستان اړوندو وزارتونو پرې کار وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا لارنقشه بشپړه شوه. ”
نور ولولئ: د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
نور ولولئ: په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
دی وایی که څه هم په دی هکله یو څه ستونزی شته خو هیله من دی چې حل به شی.
قزاقستان الماتا نندارتون په اړه
ښاغلي عزيزي وويل، “موږ بايد د صادراتو او ترانزيټ په برخه کې خپلې ستونزې هوارې کړو او د قزاقستان له لارې چې ډېرې ښې او بريالۍ د اورګاډي پټلۍ لري، خپل مالونه چين، روسيې، بلاروس او اروپا ته ولېږدو.”
اوس مهال د افغانستان او قزاقستان تر منځ هر کال شاوخوا یو میلیارد ډالر سوداګري کېږي، چې ډېره برخه یې له قزاقستان څخه افغانستان ته د اوړو، غنمو، غوړي، برېښنايي وسایلو، کرنیزو او ساختماني ماشینونه واردات دی.
افغان چارواکی الماتا کی د قزاقستان سره د ترانزیتي لارو او لګښتونو، بانکي اړیکو، اود ویزې اسانتیاو په اړه هم خبرې کړې دي.
د قزاقستان چارواکو هم ویلي چې دوی غواړي د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې په جوړولو سره له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي، د قزاقستان ولسمشر د جون په میاشت کې اعلان وکړ چې له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو لپاره یې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه ایستلي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو رژیم له درې کلنې واکمنۍ وروسته هم د نړیوالو لخوا په رسمیت نه دی پېژندلی او طالبان وايي، په رسمیت نه پېژندل یې د افغانستان د اقتصاد پر وړاندې خنډ دی.