د سوداګریزو شرکتونو لپاره د مالیې وزارت اړینه خبرتیا

د سوداګریزو شرکتونو لپاره اړینه خبرتیا. روانه اوونۍ هم د اندخوی، سپین بولدک، تورغونډۍ حیرتان او ابونصر فراهي ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بندېږي دوی وای دا کار ېې دفساد مخنیوي په موخه پیل کړ.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندېدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ چې د غویې ثور میاشتې ۲۳ مه نېټه کیږي، د اندخوی، سپین بولدک او تورغونډۍ محصولي او ترانزیټي حیرتان او ابونصر فراهي د ګمرکونو د کمېشنکارانو یوزرونه بندوي.د ګمرکونو عمومي ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي.
چې ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي څو د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه مخنیوی وشي.هېره دې نه وي چې د ګمرکونو لوی ریاست له دې وړاندې هم د پکتیکا، بدخشان، ډنډ پټان، غلام خان، پست پارسل، کنړ، تخار، شیرخان بندر، خوست، پکتیا، آقینه، کندز، د کندهار، بلخ، هرات او حامد کرزي هوایې ډګرونو د کمېشنکارانو یوزرونه بند کړي دي.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه کړی او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړی