نړۍ

د سوریې ولسمشر د اسرائیلو د بریدونو په ځواب کې؛ له جګړې نه وېرېږو

اړوند خبرونه: 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، سوریه یوازې نه پرېږدي

ابو محمد جولاني: موږ نه غواړو چې سوریه د افغانستان په څېر شي

پر سوریې د اسرائیلو له پرونیو هوایي بریدونو وورسته، د سوریې ولسمشر «احمد الشرع» ویلي چې دوی له جګړې نه وېرېږي، خو تر جګړې او ویجاړیو د خپل ولس ملي ګټو د خوندیتوب لپاره سولې ته لومړیتوب ورکوي.

ښاغلي الشرع د اسرائیلو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی هغه خلک نه دي چې له جګړې ووېرېږي، خو د ویجاړیو پرځای د اصلاحاتو لار غوره ده.

احمد الشرع دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې اسرائیلو پرون د سوریې په پلازمېنه، دمشق کې د یاد هېواد دفاع وزارت او ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې ځایونه په نښه کړل چې له امله یې د دریو کسان وژل‌کېدو او د ۳۴ نورو ټپي‌کېدو راپورونه ورکړل شول.

د سوریې پر دمشق د اسرائیلو هوایي بریدونه د یو شمېر هېوادونو لخوا په کلکه غندل شوي او دا د سوریې د حاکمیت نقض بلل شوی دی.

اسلامي امارت او یو شمېر نورو هېوادونو د سوريې پر خاوره د اسرائیلو هوایي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې یو ښکاره تېری بللی دی.

د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیح الله مجاهد په اېکس‌پاڼه لیکلي: “دغه ډول تجاوزونه نه یواځې د یوه خپلواک دولت د حاکمیت نقض دی، بلکې د ټولې سيمې د لا بې‌ثباته کولو او هرج و مرج خپرولو سيستماتيک جنايت دی.”

ښاغلي مجاهد لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت په سيمه کې پر اغېزناکو هېوادونو او سازمانونو غږ کوي چې د دغو تیریو پر وړاندې خپل مسوولیت ادا کړي ‏او د اسرائیلي رژیم دغه ډول تجاوزونه ژر تر ژره ودروي.

دا هم ولولئ:  د اماراتو تاریخي فضايي ماموریت پیل شو

په ورته وخت کې اروپایي ټولنې او یو شمېر عرب هېوادونو هم پر سوریې د اسرائیلو بریدونه په کلکه غندلي، او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button