لوبې

د سویلي افریقا ټوله لوبډله په ۳۶۷ منډو وسوځېدله

د ډربن ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د سویلي افریقا ټوله لوبډله د میلمه بنګله دېش لوبډلې پر وړاندې په ۳۶۷ منډو اوټ شوه.

د دوه ټېسټ لوبو د دغه لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ټاس وګټلو او سویلي افریقا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه. سویلي افریقا ټوله لوبډله د تمبا بوما (۹۳) او لوبډلمشر ډین ایلګر (۶۷) نیمه سلیزو په مرسته په ۳۶۷ منډو وسوځېده.

همدا راز د سرليف ايروي ۴۱، سايمن هارمر ۳۸، کایل وارن (۲۸)، ریان ریکلټن (۲۱)، کیګن پیټرسن او کیشو مهاراج (۱۹-۱۹)، لیزاد ویلیمز او ډیون اولیور (۱۲-۱۲) او وین میلر صفر منډې وکړې.

نور یی ولوله | طالبانو یو امریکایي تبع او د هغه ورور د بند څخه خوشې کړل

د بنګله دېش لپاره خالد احمد غوره توپ اچونه وکړه، هغه ۴ لوبغاړي وسوځول، همدا راز مهدي حسن ۳ او عبادت حسین ۲ وېکټې واخیستې.

د ویلو ده له دې وړاندې بنګله دېش د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ کې سویلي افریقا ته ۱-۲ ماتې ورکولو سره تاریخ جوړ کړی و.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button