لوبې

د سیریز له ګټلو وروسته حشمت الله شهیدي پېغام خپور کړ

حشمت الله شهیدي په ټولنیزو رسنیو کې مینه والو ته د مبارکۍ پیغام خپور کړ

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته په درې واړه نړیوالو یو ورځنیو لوبو کې ماتې ورکړه او د ۳۰ نومرو په ترلاسه کولو سره سوپر لیګ کې يې هم دویم مقام خپل کړ.

د سیریز له ګټلو وروسته د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي په ټولنیزو رسنیو کې یو پېغام خپور کړ او مینه والو ته يې مبارکي هم ورکړه.هغه په خپل پېغام کې لیکلي: الحمدالله! درنو هېوادوالو د هر څه د مخه مو نننۍ بريا د زمبابوې هېواد په وړاندې مبارک شه! خوشحاله يم چې ستاسو ملي لوبډله چې د کومې موخې لپاره (د کرکټ نړیوالې شورا سوپر لیګ) کې د 30 مهمو او حياتي امتيازونو ترلاسه کول وو ورسيده.

 نور یی ولوله | د قزاقستان ناسته؛ په افغانستان کې سوله د سیمې په ګټه ده

 نور یی ولوله | اسلامي امارت هېواد ته د راستنو شویو کسانو د امنیت نیولو ډاډ ورکوي

هغه په خپل پوسټ کې زیاتوي: پرته له شکه چې د زمبابوې هېواد په وړاندې د يو ورځنيو لوبلړۍ د ګران هېواد افغانستان په نومولو کې، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، روزونکو او د کرکټ بورډ د نورو کارمندانو زيار او کوښښ د ستايلو او قدرداني وړ دی.

راتلونکی شل اوریز نړیوال جام کې د ملي لوبډلې هڅونه

همدارنګه تاسو ټولو هېوادوالو څخه ډېره مننه کوم، چې خپله ملي لوبډله مو د تل په څېر تشويق او په خپلو دعاګانو کې ياده ساتلې ده. نوموړي همدا راز له افغانانو څخه وغوښتل: هيله ده چې د زمبابوې هېواد په وړاندې راتلونکې شل اوریزه لوبلړۍ کې ملي لوبډله تشویق او خپلو دعاګانو کې ياد وساتئ چه نور وياړونه هم د هيواد په نوم کړى.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button