سیمه ییز خبرونه

د شانګهای همکارۍ سازمان په ګډه اعلامیه کې ټینګا پر څه دی؟

د شانګهای همکارۍ سازمان د ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ستونزو د حل لپاره باید ژمنتیا موجوده وي

شنونکي وايي، پاکستان د شنګهای په غونډه کې هڅې کولې چې د ترهګرۍ پړه یوازې پر افغان طالبانو ور اچولي او بل لور ته یې په اسلام اباد کې افغان سفارت هم تړلی چې امنیتي ګواښ ورته پېښ نه کړي.

په پاکستان کې د شانګهای د همکارۍ سازمان د ۲۳مې سرمشریزې په اړه ګډه اعلامیه خپره شوې چې پکې د شانګهای همکارۍ سازمان راپور او د ۲۰۲۵ کال بودیجه تصویب شوه او د دغه سازمان د غړو هېوادونو د حکومتونو د مشرانو راتلونکې غونډه به په ۲۰۲۵ کال کې په روسیه کې جوړه شي.

برابرې او متقابلې ګټې

په ګډه اعلامیه کې راغلي چې د برابرۍ اصول، متقابلې ګټې او په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه د دوامدار پرمختګ بنسټ دی، د زور له کارولو د نه ګواښ اصول د نړیوالو اړیکو د دوامدار پرمختګ بنسټ دی.

نور ولولئ: له چین د مولوي کبیر غوښتنه: د شنګهای راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه راکړئ

نور ولولئ: د ازبکستان په سمرقند کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې پیل شو

د شانګهای سازمان د اعلامیې له مخې، خلک حق لري چې په ازاده او ډیموکراتیکه توګه د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لاره غوره کړي او د دولتونو خپلواکۍ، ازادۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ته متقابل درناوی د دوامدار پرمختګ بنسټ دی. د دې ترڅنګ د هېوادونو ترمنځ د اختلافاتو او شخړو د هواري لپاره د خبرو او مشورې له لارې د هواري په ژمنه ټینګار وشو.

پر پوهنې، کلتور او ګرځندوی خدمتونو ټینګار

د ګډې اعلامیې له مخې د پوهنې، کلتور، ګرځندوی او لوبو په برخو کې د همکاریو پر پراختیا ټینګار شوی دی. له بلې خوا د ځوانانو لپاره د پروګرامونو په لومړیتوب ټینګار وشو چې د ساینس او ټیکنالوژۍ په برخه کې زیات کار وکړي او د هغوی لپاره د غوره فرصتونو په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.

په دې ناسته کې د نړیوالو ننګونو پر وړاندې د مبارزې او د مصنوعي ذکاوت لپاره د نویو څېړنیزو پروژو پر کار کولو ټینګار وشو.

د شانګهای د همکارۍ سازمان ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنګر هم ورغلی و. خو ښاغلي شنکر پاکستان ته له روانېدو وړاندې ویلي وو، د سفر موخه یې یوازې او یوازې په شانګهای ناسته کې ګډون دی.

” دا په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته د هند د بهرنیو چارو د وزیر لومړنی سفر دی او تمه دا وه چې د ددې سفر له امله به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي د ترینګلتیا له حده راووځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button