لوبې

د شل اوریز نړیوال جام د ټولو لوبډلو د لوبو په اړه بشپړ معلومات

د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال به د اکتوبر په ۱۶مه د اسټرالیا په کوربتوب پیل شي، چې ټولټال به په دغه ټورنمنټ کې ۴۵ لوبې ترسره شي او پایلوبه به یې د نومبر په ۱۳مه ترسره شي او ۱۶ لوبډلې به پکې ګډون وکړي.

نړیوال جام:

افغانستان، پاکستان، هند، بنګله دېش، سویلي افریقا، اسټرالیا، نیوزیلېنډ او انګلستان هغه لوبډلې دي چې په غوره دولس لوبډلو کې له وړاندې ځای لري. همدغه راز سریلانکا، ویسټ انډیز، سکاټلېنډ، متحده عربي امارات، ایرلېنډ، هالېنډ، زمبابوې او نمیبیا لوبډلې اول پړاو کې ځای لري. د نړیوال جام غوره دولس لوبډلو کې د ګډون لپاره د اول پړاو لوبې د اکتوبر په ۱۶مه پیل شي، چې په الف کې به سریلانکا او نمیبیا او په همدې ورځ په همدې ګروپ کې هالېنډ او امارات سره لوبه وکړي. د اکتوبر په ۱۷مه به په بي ګروپ کې ویسټ انډیز او سکاټلېنډ او ایرلېنډ او زمبابوې بخت ازمایي.

په دې اړه نور معلومات: 

د اکتوبر په ۱۸مه به نمیبیا له هالېنډ او سریلانکا له متحده عربي اماراتو سره مخ شي. په ۱۹م به ایرلېنډ او سکاټلېنډ او ویسټ انډیز او زمبابوې سره مخامخ شي. په ۲۰م به سریلانکا او هالېنډ او نمیبیا او امارات سره مخ شي او په ۲۱م به ایرلېنډ او ویسټ انډیز او سکاټلېنډ او زمبابوې خپل زور ازمایي. په دې سره به له لومړي پړاو نه څلور لوبډلې غوره دولس لوبډلو ته راشي او په دوو ګروپونو کې به ۶-۶ لوبډلې شي، چې په الف ګروپ کې افغانستان، انګلستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، د لومړي پړاو الف ګروپ ګټونکې لوبډله او د لومړي پړاو بي ګروپ دویم لوبډله ځای لري او بي ګروپ کې هند، پاکستان، بنګله دیش، سویلي افریقا، د لومړي پړاو د بي ګروپ ګټونکې لوبډله او د لومړي پړاو د الف ګروپ دویمه لوبډله پکې شامله ده.

نور یی ولوله | ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

نور یی ولوله | سنجی منجریکر د کوهلي په اړه څه ویلي ؟

په ۲۲م د اکتوبر به په الف ګروپ کې اسټرالیا او نیوزیلېنډ او افغانستان او انګلستان سره مخ شي. په ۲۳م به دواړه هغه لوبډلې چې غوره دولس لوبډلو ته راځي خپلو کې لوبه وکړي او په همدې ورځ به په بي ګروپ کې د هند او پاکستان لوبه هم وي. په ۲۴م به د بنګله دېش او سویلي افریقا بي ګروپ ته د راغلیو لوبډلو ترمنځ لوبې وي. په ۲۵م به اسټرالیا او په ۲۶مه انګلستان په خپل ګروپ کې له لومړي پړاو راغلیو لوبډلو سره لوبې وکړي. په ۲۷مه به د بنګله دېش او افریقا ترمنځ لوبه وي او په همدې ورځ به هند او پاکستان دغه ګروپ ته راغلیو لوبډلو سره مخامخ شي. په ۲۸م به افغانستان او له لومړي پړاو راغلې لوبډلې سره بخت وازمایي او انګلستان او اسټرالیا به هم سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

په ۲۹م به نیوزیلېنډ، بنګله دېش او پاکستان له لومړي پړاو راغلیو لوبډلو سره لوبې وکړي. په ۳۰م به هند او سویلي افریقا مخ شي، په ۳۱م به اسټرالیا او د نومبر په اوله به افغانستان له لومړي پړاو راغلې لوبډلو سره سیالۍ ولري او په همدې ورځ به انګلستان او نیوزیلېنډ هم خوله تویه کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button