نړۍ خبرونه

د شمالي کوریا له لوري امریکایی سرتېری نیول شوی

امریکا منلي چې د دوی یو سرتېری د شمالي کوریا د ځواکونو له لوري نیول شوی

د امریکا پوځ منلې چې سویلي کوریا کې یې یو سرتېری له اجازې پرته د شمالي کوریا حدودو ته تر اوښتلو وروسته د دغه هېواد ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

رپوټونه دا دي‌ چې د ټراویس کېنګ په نوم دغه سرتېری د انضباطي دلایلو له کبله بېرته متحدو ایالتونو ته استول کېده، خو هغه په یوه ډول له هوایي ډګر وتلی او له شمالي کوریا سره پولې ته د سفر پر مهال دغه هېواد ته اوښتی دی.‌

نور ولولئ: شمالي کوریا تر اوبو لاندې اټومي ډرون وسله ازمایلې

یو عیني شاهد چې له ښاغلي ټراوېس سره ملګری و، سي‌بي‌اېس تلویزیون ته ویلي چې هغه (ټراوېس) د شمالي کوریا د پوله ساتو پر لور تر ځغاستلو وړاندې خندل او دا چې ده فکر کاوه نوموړی ټوکې کوي، خو چې کله راونه ګرځېد، پوه شو چې ټوکې نه دي.

شمالي کوریا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

پیونګ یانګ تر اوسه رسمآ د دغه امریکایي سرتېری د نیولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې پېښې څو ساعته وروسته یې دوه نور مشکوک بالېستیک توغندي هم توغولي دي.

د امریکا پوځ کې د هند-ارام سمندرګي د قوماندانۍ مشر امیرالبحر جان اکویلینو ویلي، دغه سرتېري دا کار ‘په خپله خوښه’ او له اجازې پرته کړی دی.

نوموړي زیاته کړې چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې.

نور ولولئ: مالي کوریا وايي خپل تر ټولو زورور توغندی یې ازمویلی

بلخوا د ملګرو ملتونو ماموریت چې د سویلي او شمالي کوریا پر پوله د غیر پوځي سیمې چارو پر مخ وړي، ویلي چې یوه ټیم یې له شمالي کوریا سره تماس کې دی، چې د دغه امریکايي سرتېري د خوشې کېدو خبرو ته لار برابره کړي.

دا سرتېری کله پوځ ته داخل شوی؟

د ټراوېس کېنګ په اړه ویل شوي چې د ۲۰۲۱ کال جنورۍ کې پوځ کې شامل شوی او په دې موده کې یې له دفاع وزارته څو افتخاري مډالونه او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي.‌

هغه څه موده سویلي‌کوریا کې په بند کې تېره کړې او تازه هوايي‌ ډګر ته د دې لپاره استول شوی و چې امریکا ته ولېږدول شي.‌

تر اوسه دا روښانه نه دی چې دغه امریکایی سرتېری شمالي کوریا کې چېرته او په څه ډول شرایطو کې ساتل کېږي.

دا پېښه داسې مهال کېږي چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو پر سر د امریکا او شمالي کوریا مخالفت په اوج کې دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button