لوبې

د شین وارن شتمني څومره ده او له کومو لارو یې ترلاسه کړې

د اسټرالیا کرکټ لوبډلې لیجنډ ورو توپ اچونکی شین وارن تېره ورځ د زړه حملې په سبب په ناڅاپي ډول د ۵۲ کلونو په عمر ومړ. نوموړی د کرکټ نړۍ یو شتمن لوبغاړی هم ګڼل کېده.

د شین وارن ویاند وایي چې هغه په تایلېنډ کې په مړ حالت کې موندل شوی او مړینې لامل یې د زړه حرکت درېدل و. د شین وارن ویاند زیاتوي چې طبي ډلې د نوموړي د ژغورنې هڅې وکړې خو ناکام شو.

نور یی ولوله | د طالبانو حکومت: کونړ کې د وژل شوي ځوان، قاتل وسله وال طالب ونیول شو

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، شین وارن ډېر غوره ژوند درلوده، ۵۰ میلونه ډالر یې شتمني یې درلوده او له خپل عصري او عیش عیشرت څخه خوند اخیسته.

نوموړي له بېلابېلو لارو چارو عاید درلوده، چې په هغې د بېلابېلو برانډونو سپانسرشپ، سوداګري او د هند پریمیر لیګ د راجستان رایلز لوبډلې اونرشپ هم شامل دی.

شین ټولټال ۱۴۵ ټیسټ لوبې ترسره کړي، چې په کې ۷۰۸ ویکټې لري، همدا راز په ۱۹۴ یوه ورځنیو لوبو کې ۲۹۳ ویکټې هم لري او د وخت غوره لیګ سپینر هم و.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button