سات تيري

د صنعت اوسوداګرې وزارت سرپرست وزیرسره د یادوزارت ریسانو اوکارکونکو دمعرفي کیدلو غونډه تر سره کړه.

د صنعت اوسوداګرۍ سرپرست وزیر د یادوزارت ریسانو اوکارکونکو سره معرفی کیدلو غونډه ترسره کړه  په دې جلسه کې د معرفت تر څنګ د وزارت سرپرست ښاغلي نورالدین عزیزی وویل چې له استثنا پرته په  ټولو کارکونکو باور لري او ټول کارکونکې دې خپلو ورځنیوچارو ته دوام ورکړي.

د ااا لیدلوري دافغانستان په ځانګړي ډول د صنعت اوسوداګرۍ وزارت لپاره دا ده چې دوزارت هیڅ کارکونکی به د تهدید،ناوړه چلند،او له دندې ګوښه کولو له ګواښ سره نه مخ کیږی. نوموړي زیاته کړه سالم اداري چلندزموږ لپاره اصل دی د نارینه  لپاره وزارت ت د بیا  راتګ زمینه برابره شوی هڅه کیږی د میرمنو لپاره  دندې ته د راتګ ډاډمنه فضا رامنځته کړي.

.

ښاغلي عزیزی د هیواد پر وړاندې د لویو ستونزو په هکله خبرې وکړې زیاته یې کړه چې موږ به په ګډه هڅه وکړو تر څو د سیمې اونړۍ هیوادونوسره ښې اقتصادي اوسوداګریزې اړیکې رامنځته کړو.د وزارت ریسانو اوکارکونکو د وزیر د څرګندونوهرکلي وکړ 

.

د خپلوکاري ساحو فعالیتونه او ستونزې یې مطرح کړې. چې دوزارت دمقام لخوا دستونزو په ځانګړي ډول د معاشونو داجراء په هکله کارکونکو ته  ډاډ ورکړل شو.او دويي ته هدایت وشو تر څو خپلو کارو ته په عادي ډول ادامه ورکړي او خلکو ته بغیر له کوم ځنډ خدمات وړاندې کړي.

د ااا د خلکو خدماتو ته ژمن دی او باید داسې خدمات وړاندې شي چې عام وګړي پکې ونه زوریږي. د دې نه وړاندې هم دويي وعده کړې وه چې نور به هیڅ ډول ستونزې خلکو ته نه رامنځته کیږي.او دې نه وروسته به هیڅ ډول فساد هم نه کیږي. دويي وايي چې مونږ به په تدریجي ډول د خکومت  چوکاټ مضبوط شي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button