هنر او ادب

د صوفیه کیف د واده یو کال پوره شو

د کوزې پښتونخوا سندرغاړی

د کوزې پښتونخوا مشهورې او ښایستوکې سندرغاړې صوفیه کېف د واده یو کال پوره شو. هغې د خپل واده کلیزه لمانځلې او عکسونه یې په ټولنیزو رسنیو خپاره کړي.او خپل نظریات ورسره شریک کړي دي..

سندرغاړی دا مهمه ورځ ولمانځله

صوفیه کېف، چې د تېر کال په اکتوبر کې له وقاص خان نومي هلک سره واده کړی و، دا دی اوس یې د واده کال پوره شو، چې دې سندرغاړې د ژوند دغه مهمه ورځ هم لمانځلې او مینه وال یې هم خبر کړي دي.

نور یی ولوله | هارون باچا خپله نوې سندره خپره کړه

نور یی ولوله | کرینه کپور د عامر خان د فلم ستاینه وکړه

زما ژوند ښکلی کول

صوفیه کېف په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي:((د اکتوبر اتمه هغه ورځ وه، چې ته زما ژوند ته راغلې او زما ژوند دې له مینې او خوښیو ډک کړ.. زما د ژوند د ښکلي کولو لپاره له تانه مننه.)) د صوفیه کېف د واده کلیزې په پوسټ سلګونه کسانو په زړه پورې تبصرې کړي او دغې سندرغاړې ته یې په راتلونکي ژوند کې د نېکو هیلو څرګندونه کړې

صوفیا کیف په اسلام اباد کې زیږیدلی

د یادونې وړ ده چې صوفیه کېف په ۱۹۹۵ کال کې د جنورۍ په ۲۳مه نېټه د پاکستان په اسلام اباد ښار کې زېږېدلې ده، چې اوسمهال څه دپاسه ۲۸ کاله عمر لري.نوموړې هر وخت د بښتو سندرې ډېرې ویلي دي او هڅه کوي چې د پښتو ادب ته خدمت وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button