هنر او ادب

هارون باچا خپله نوې سندره خپره کړه

د پښتو ژبې مخکښ سندرغاړي هارون باچا یو ځل بیا خپل مینه وال خوشحاله کړل او خپله نوې او په زړه پورې سندره (آیینې) خپره کړه، چې د مینه والو له هرکلي سره مخ شوی دی.

هارون باچا

هارون باچا، چې هر وخت د خپلو سندرو لپاره ښه شعرونه او غزلې انتخابوي او د موسیقۍ له لارې پښتو، پښتون او افغان ولس ته مثبت پیغامونه ورکوي، دا ځل یې یوه بله په زړه پورې سندره برابره کړې چې مینه والو له هرکلي سره مخ شوې.

نوې سندره 

دغه مشهور سندرغاړي خپله نوې سندره یا غزل (د څاڅکو په لېمو مې سمندر ليدلی دی/په ټولو ايينو کې مې دلبر ليدلی دی) په خپل یوټیوب چینل خپره کړې. هارون باچا دې سندرې ته ډېره په زړه پورې موسیقي برابره کړې او ویډیو یې هم خورا ښکلې او په زړه پورې ده.

نور یی ولوله | کرینه کپور د عامر خان د فلم ستاینه وکړه

نور یی ولوله | اریانا سعید اوس تازه څه ویلي دي؟

د دې سندره یا غزل شاعر پیرمحمد کاروان دی او غږ او کمپوز یې خپله د هارون باچا دی، په یمي سټوډیو کې ریکارډ شوې او موسیقي هم یمي خان کړې ده، ویډیو یې رحمان بونېري او ټایټل حبیب یار په غاړه اخیستي دي.

د هارون باچا ژوند

هېره دې نه وي چې نوموړی اوسمهال د ملک څخه بهر اروپا کې ژوند کوي.هغه د خيبر-پښتونخوا د صوابۍ په پنج پير کلي کې زېږېدلى دى. په صوابۍ کې د يوې دوديزې او روڼ اندې کورنۍ غړی دی . څه موده کېږي چې د ځينو سخت دريځو لخوا کال کې کډوالۍ ته اړشو او لومړی امريکا ته کډوال شو بيا په کال ۲۰۰۸م زېږدي کې اروپا ته د چک هېواد ته کډه وکړه او هلته د ازادۍ راډيو سره په کار بوخت شو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button