اقتصاد او سوداګري

د طالبانو اقتصادي معاونیت د شاوخوا ۱۰ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وايي چې طالبانو د ۱۰ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۴ پروژې منظورې کړې دي

ډېری افغانان وايي چې طالبان د پروژ د پلي کولو په برخو کې ښه روان دي او کیفیت یې هم ښه دی.

طالبانو حکومت د اقتصادي معاونیت له خوا خپره شوې وینا پاڼه کې ویل شوي چې د ملا عبد الغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون نوبتي غونډه کې د ۲۷ پروژو په اړه خبرې وشوې.

وینا پاڼه زیاتوې یوازې د درې پروژو تړونونه د نورې ارزونې اړونده ادارو ته ولېږل شول او ۲۴ یې منظور شول.

دا پروژې د کومو ادارو اړوندې دي؟

د دې پروژو لګښت شاوخوا لس میلیارده افغانۍ ښودل شوی چې څه باندې یو سل او ۴۱ میلیونه ډالره کیږي.

ویل شوي چې دا پروژې د دفاع، کورنیو چارو، ټولګټو، مخابراتو، معلوماتي ټکنالوژۍ، اوبو او برېښنا وزارتونو او کابل ښاروالۍ اړوندې دي.

نور ولولئ: نړیوال بانک په کندهار کې دوې پروژې پیلوي

نور ولولئ: د ټاپي پروژې تطبیق لپاره تخنیکي چمتووالی نیولی

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

د کابل ښاروالۍ په دې اړه پر ایکس پاڼه لیکلي چې د تدارکاتو کمیسیون په کابل ښار کې د څه باندې ۱۴ کیلومټرو په مجموعي اوږدوالي د شپږو سړکونو رغول منظور کړي چې لګښت یې شاوخوا یو میلیارد افغانۍ کېږي.

کومې پروژې په دې کې شاملې دي؟

په زابل کې د توري بند پاتې چارې، پنجشیر ولایت کې د پارنده بند جوړول، د برېښنا او انټرنېټي خدماتو غځول په دې ډله کې له مهمو پروژو یادې شوي دي.

د دې پروژو دتمویل په اړه څه نه دي ویل شوي خو د طالبانو د حکومت له خوا پلي کېدونکي پروژې له حکومتي عوایدو تمویلیږي.

د طالبانو حکومت څو ځله له نړیوالې ټولنې غوښتې چې افغانستان کې د لویو اقتصادي پروژو پلي کولو کې مرسته وکړي.

taliban2
انځور؛ د طالبانو اقتصادي معاونیت د ناستې یوه څنډه.

دغه راز غوښتنه شوې چې نړیواله ټولنه دې هغه پروژې بشپړې کړي چې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو وروسته نیمګړې پاتې دي.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي له افغانستان سره په بشري او اقتصادي مرستو کې ډېر کموالی راغلی.

نړیواله ټولنه تر ډېره پراخې بشري او اقتصادي مرستې د طالبانو حکومت له خوا بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوي سره تړلې بولي.

د یادونې وړ ده چې طالب جنګیالیو به د افغانستان اسلامي جمهوریت پر مهال پروژو ته اجازه نه ورکوله، دوی به انجینران او نور کارکوونکي اختطاف کول او یا به یې په پروژو کې سهم اخیسته چې له امله به یې د پروژې کیفیت خراب شو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button