کورني خبرونه

د طالبانو او ایران تر منځ په ګډه پوله نیمروز کی نښته پای ته ورسیده

 افغانستان افغانستان

د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ نیمروز کې پر ګډه پوله وسلواله جګړه پای ته رسېدلې افغان طالبانو او ایراني تائید کړې ده چې چارشنبه نیمروز ولایت کې له ایران سره پر ګډه پوله د طالبانو او ایراني ځواکونو ترمنځ وسلواله جګړه ختمه شوه  

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چی  نښته د ناسم پوهاوي له امله  رامنځته شوې خو د دواړو  اړخونو  په همغږۍ ختمه شوې . په کابل کې د ایران سفارت د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند سعید خطیب زاده  ویلي  پر ګډه پوله د دواړو  اړخونو ترمنځ د  اختلافاتو  له امله جګړه  شوې خو د دواړو لوریو په همغږۍ ختمه شوې. د تسنیم خبري اژانس چې د ایران  سپاه پاسداران ډلې ته نژدی  بلل کېږي دا خبر تائید کړی او وایي جګړه  د شغالیک سیمه کې رامنځته شوې.    

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ځینې ناتائید شوي رپورونه وایي چې دې جګړه  کې ایراني ځواکونو ته مرګ او ژوبله هم اوښتې همدا رنګه  د اماج خبري شبکې دعوه کړې  چې له دې جګړی څخه  وروسته یو شمېر ایراني ځواکونه د طالبانو له اړخ نیول شوي‌ خو تر اوس ههال  خپلواکو سرچینو دا دعوی  نه دي تائید کړې. د اماج نیوز همدا رنګه  یوه ویډیو هم نشر  کړې  چی  وایي  د پېښې د صحنې ویډیو ده. په دې ویډیو کې نامعلوم  وګړی  په بلوڅي ژبه خبری کوی  او وایي طالبانو ډزې کړې  دوست محمد پوسته یې نیولې سیاه چم پوسته یې هم نیولی.   

خو د تسنیم خبري‌ اژانس ویلی  د ایراني ځواکونو هېڅ کومه پوسته د افغان طالبانو اړخ نده  نیولې د افغانستان نیمروز ولایت د ایران له سیستان بلوچستان سره پر ګډه پوله پروت دی. پر دغه پوله د انساني‌ قاچاق ترڅنګ هم  د مخدره  توکو قاچاق کېږي.   

او همدا رنګه  د افغانستان د هلمند او هریردو سیندونو اوبه هم له همدې سیمې ایران ته داخلېږي. په سیمه کې وچکالي، د اوبو کمښت او د قاچاقبرو فعالیتونه هغه ستونزې دي چې له امله یې پخوا هم د دواړو هېوادونو وسلوالو ځواکونو ترمنځ د تاوتریخوالي لامل شوی.                                                                              

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button