اقتصاد او سوداګري
رجحان

د طالبانو او ترکمنستان تر منځ د څو تړونونو لاسلیک

د طالبانو د حکومت او ترکمنستان ترمنځ څو تړونونه لاسلیک شوي دي

د طالبانو حکومت هم د پرځېدلي جمهوریت له پالیسۍ سره سم هڅه کوي چې له پاکستان سره د صادراتو او وارداتو پر ځای خپلې اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره پراخه کړي او خپل اقتصادي سیاست ورسره په مخ یوسي.

تازه د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ترکمنستان چارواکو او طالبانو پرون (جمعه) په عشق اباد کې د اقتصادي همکاریو څو تړونونه لاسلیک کړل.

د لاسلیک شویو تړونونه موخه

دغه تړونونه د انرژۍ او ترانسپورت په برخه کې د ګډو پروژو د پلي کولو په موخه لاسلیک شوي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا موافقې ترکمنستان د چارواکو او طالبانو ترمنځ د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره شوي دي.

عشق اباد ته د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د کانونو او پټرولیم وزیر هدایت الله بدری کوي. د افغانستان بانک، د بهرنیو چارو، مالیې او ټولګټو وزارتونو استازي هم په پلاوي کې شامل دي.

نور ولولئ | اسلام اباد ټاپي پروژه مهمه بللې، او پر ژر پیل یې ټینګار کړی

نور ولولئ | د ټاپي پروژې لپاره برابره زمینه

نور ولولئ | د ټاپي پروژې چارې ولې ځنډېدلي دي؟

د ترکمنستان – افغانستان – پاکستان د بریښنا د انتقال پروژې پلی کول او د تورغونډۍ ریللارې لپاره د اړینو تاسیساتو جوړول په لاسلیک شویو موافقو کې شاملې دي.

د ترکمنستان رسنیو راپور ورکړی چې په ترکمنستان او افغانستان کې د ټاپی پروژې د مسوولو شرکتونو تر منځ یو تړون هم لاسلیک شوی دی. د موافقې جزئیات نه دي اعلان شوی.

د طالبانو په رسمیت نه پېژندل

ترکمنستان د نورو هېوادونو په څېر طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د طالبانو له حکومت سره پراخې اقتصادي اړیکې لري.

له دې مخکې، د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره له یوې انلاین یا مجازی ناستې وروسته، د طالبانو د ريیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغنی برادر وویل چې دغه هېواد غواړي “په نژدې راتلونکې کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار پیل کړي.”

ملا عبدالغنی برادر او رشید مرادوف د پنجشنبې په ورځ “د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د پلي کولو، په تورغونډۍ بندر کې د اورګاډي د سټیشن د پراختیا، او د ترانزیت او ترانسپورتي اسانتیاوو په اړه خبرې وکړې.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ویلي وو، که دغه پروژې تطبیق شوې، نو د افغانانو لپاره یې ګټه ډېره ده او په سیمه کې به نوی اقتصادي باب پرانیستل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button