سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره وکتل

اړوند خبرونه: 

د اسلامي همکاریو سازمان د اسلام‌اباد غونډه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي

کابل کې د اسلامي همکاریو سزمان دفتر رسماً پرانیستل شو

د اسلامي همکاریو سازمان: زموږ پلاوي د نجونو د زده کړو او د ښځو کار په اړه له طالبانو سره خبرې کړي

د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق بخت د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کې د دواړو لورو د امنيت، تعليم، نشه یي توکو سره مبارزې، اقتصاد، بشري او پرمختيايي مرستو او ياد سازمان کې د طالبانو حکومت د استازيتوب پر پياوړتيا خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې طارق بخت ویلي، له افغانستان سره په تعامل کې د سلیقوي چلند پیلویان نه دي او د واقعیتونو موندلو او انعکاس پر تګلاره باور لري.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان ته د دې لپاره راغلی چې واقعیتونو ومومي او د همدغو واقعیتونو په رڼا کې به په خپلواکه توګه خپله پرېکړه کوي.

بل لورته امیرخان متقي ویلي، ځمکني واقعیتونه له هغو سره توپیر لري لکه څنګه چې په ځینو بهرنیو رسنیو کې ښودل کېږي.

متقي هیله ښودلې، چې د رسنیو کې د وړاندې کېدونکي انځور پر ځای دي ځمکني واقعیتونو ته وکتل شي.

د هغه په خبره څو لسیزو جګړو له امله نړېوال فکر کې د جوړ شوي انځور بدلول یوازې د خپلو سترګو لیدلي حل له لارې ممکن دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button