Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

روغتیاژوند او ټولنه

د طالبانو بیا واکمېدو پر افغان ځوانانو کېدونکی انساني قاچاق

د طالبانو په راتګ ګڼ ځوانان له هېواد تښتي او په دې سره د افغان ځوانانو پر سر د انساني قاچاق بازار تود شوی

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د انساني قاچاق کوونکو کار مخ په ډېرېدو دی؛ که څه هم د پخواني حکومت پرمهال هم قاچاق کوونکو فعالیت درلود، خو دغه شمېر اوس د پخوا پرتله ډېر شوی دی.

نور ولولئ: ایران له افغانستانه د صنعتي نشه‌يي توکو قاچاق ډېرېدلو اندېښمن کړی

ډېری ځوانان له هېواده بهر د تګ په لټه کې دي او د خپلو کورونو په ګروولو او یاهم د کور د مال پلورلو په پېسو له هېواده بهر ته د تګ لپاره د ناقانونه لارو په لټه کې دي، دغه کار نه یوازې دا چې ډېر ځله د دوی د سر په بیه تمامېږي ډېری وخت قاچاق کوونکي دوی تېر باسي.

عادي ځوانان هم نه پاتې کېږي

زړګی چې د کابل په ښار کې ټکسي چلوونکی و او د غریبۍ ژوند یې ښه روان و؛ یو دم یې له هېواده د تګ پرېکړه وکړه او خپل موټر یې وپلورلو.

دا چې زړګي سره په دغه سفر کې څه شوي افغانستان انترنیشنل ته هغه داسې بیانوي:« قاچاق کوونکو ایران ته ولېږلم او هلته یې نورو قاچاق کوونکو ته وسپارلم. یو څو ښې ورځې مو په ایران کې تېرې کړې. څو ورځې وروسته په خوشحالۍ مو ترکیې ته حرکت وکړ، په پښو ډېر اوږد مزل و لویه دښته وه او یوازې موږ ۲۵ کسان وو، چې په دې کورنۍ هم وې. په دښته کې غلو راونیولو ښځې یې ډېرې تنګې کړې ماته هغه ډېره بده او نه هېرېدونکې صحنه وه؛ خو په یو ډول له هغه ځایه وتښتېدو ډېری کسان له غلو سره پاتې شول. په دښتو کې ورک او لالهانده ګرځېدو لاره مو نه وه لېدلې، چې د ترکیې یوې برخې ته ورسېدو. هلته یو کور و یوې ښځې راته ډوډۍ راکړه بیا مو قاچاق کوونکو ته زنګ ووهلو هغوی ویل زموږ کسان درځي، قاچاق کوونکې یو غټ بند موټر کې راغلل او موږ یې په مالونو کې پټ کړو. حرکت مو وکړ یو ساعت وروسته موټر ودرېده ما خیال کاوه چې ورسېدو. دروازه خلاصه شوه پولیس راغلل او له ځانه سره یې زندان ته بوتلو، هلته یې ډېر ووهلو وډبولو او څو ورځې وروسته یې کابل ته ستانه کړو؛ خو زما زړه اوس هم دردېږي ځکه زما ملګری د ایران په دښتو کې له غلو سره پاتې شو او د څو میاشتو په تېرېدو لاهم ورک دی.»

د یوه بل ځوان کیسه هم واورئ

دا یوازې د زړګي کیسه نه ده، فواد چې د کابل ښار په شهرنو بازار کې یې دوکان درلود، د خپلې هټۍ په پلورل شویو پېسو قاچاق کوونکو ایران ته ولېږدوو، د دوو میاشتو په اوږدو کې قاچاق کوونکي تري تم شول، هغه اړ شو چې بېرته هېواد ته راستون شي.

فواد وایي:« سمه هټۍ مې درلوده خو د طالبانو له راتګ سره هر څه راته بې خونده شول، هټۍ مې وپلورله او ۶۵۰۰۰۰ ډالر مې قاچاق کوونکو ته ورکړل، چې ما له کورنۍ سره تر اروپا ورسوي؛ خو د دوو میاشتو په تېرېدو په ایران کې د قاچاق کوونکو له‌خوا راته احوال رانغی او شمېرې یې هم بندې وې نو اړ شوم چې بېرته راستون شم.»

نور ولولئ: د ایراني قومندان قاسم رضايي څرګندونو ته د طالبانو غبرګون

هغه وایي:« اوس راته نه هټۍ پاتې ده او نه پیسې. هک حیران یم چې څه وکړم؟ طالبانو ته هم عریضه نشم کولای، ځکه دغه کار ناقانونه و.»

خالد چې په یوه خصوصي راډیو کې دنده لرله هم د قاچاق کوونکو د دوکې ښکار شوی:« د طالبانو له بیا واکمنېدو سره مې چې د خپلوانو او خبریالانو له هېواده بهر تګ لیده، زه هم وهڅېدم چې باید ولاړ شمه. قاچاق کوونکو له ما ۱۰۰۰۰ ډالر مخکې له تګه واخیستل ټولې پیسې مې تر رسېدو وروسته ورسره منلې وې؛ تر پاکستانه ولاړم، کار مې ونشو پیسې مې وسوځیدې اوس هغه کس ورک دی.»

هغه وایي:« هم مې دنده له لاسه ورکړه او هم مې پیسې وسوځېدې، لاره راڅخه ورکه ده چې څه وکړم.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ډېری خلک له بې وزلۍ، وزګارۍ د ښځو په کار او زده‌کړو او نورو بندیزونو له امله اړ شوي، چې هېواد پرېږدي؛ خو لا هم طالبان په خپله خبره ټینګ ولاړ دي چې په افغانستان کې سوله او ټیکاو شته او خلک پرته له کومې وېرې ارامه او هوسا ژوند تېروي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button