افغانستان

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته ۲۴زره سیلانیانو سفر کړی

اړوند خبرونه:

‘درنه’ تاریخي سیمه کې سېلابونه؛ به لرغونو اثارو او د صحابه په مقبرې څه وشول؟

د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د طالبانو د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسؤلان وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې شاوخوا ۲۴ زره بهرنيو سیلانیانو له افغانستانه لیدنه کړې ده.

د دغه وزارت ویاند خبیب غفران پرون شنبه افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په مرکه کي دغه خبره وکړه.

نوموړي زیاته کړه چې، یاد شمېر سیلانیان د سیاحت په خاطر افغانستان ته راغلي او دلته یې له بېلابېلو سیمو لیدنې کړي دي.

غفران وایي، دوی د ګرځندویانو له پاره د هیواد په بېلابېلو سیمو کې څلور هوټلونه جوړ کړي او د څلورو نورو جوړولو پلان هم لري.

طالب مسوولان د افغانستان طبیعي ښکلاوې، اوسنی د امنیت ټینګښت،تاریخي او کلتوري سیمې هغه څه یادوي چې، له امله یې د نړیوالو سیلانیانو پام افغانستان ته را اوښتی دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button