ژوندنړیوال خبرونه

د طالبانو حکومت روغتیایي مسوولین وايي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د خلکو ملاتړ اړین دی

د طالبانو حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوولین وایي د پولیو ناروغۍ په مخنیوي کې د نړیوالو روغتیایي بنسټونو تر څنګ د خلکو ملاتړ هم اړین دی

د روغتیایي مسؤولینو په وینا د ۲۰۲۳ ميلادي کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او د خلکو ملاتړ او همکاري کولای شي د تل لپاره د یادې ناروغۍ د له منځه وړلو سبب شي.

په کابل کې د طالبانو حکومت د پولیو له منځه وړلو د بیړني عملیاتي مرکز مسوول ډاکټر نیک ولي شاه مومن وايي:” د پولیو په منځه وړلو کې پر نړیوالو روغتیایي مرستندویه ادارو سربیره د افغانستان د خلکو ملاتړ اړین دی. پدې توګه به ژر تر ژره د پولیو ویروس زړي له افغانستان څخه وکاږل شي او زموږ ماشومان به له معلولیت او مړینې خلاصون ومومي.”

د نوموړي په وینا پولیو یوه معلولوونکې ناروغي ده چې هیڅ راز درملنه نه لري او د وقایې یوازینۍ لار یې له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیق دی.

ښاغلي مومن زیاته کړه: “د پولیو د له منځه وړلو پروګرام ژمن دی چې د منظمو او رڼو کمپاینونو له لارې د افغانستان ټولو له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومانو ته واکسین ورسوي تر څو د یادې ناروغۍ ټغر له افغانستان څخه ټول شي.”

بل لوري ته د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق یا یونیسف اداره هم په افغانستان کې د ګوزڼ ناروغۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره هیله مندي ښودلې ده

په کابل کې د یونیسف ادارې د عامه اړیکو مسوول، سید کمال شاه سید بيا وايي:”د افغانستان د تېرو دوو کلونو پرمختګونو ته په کتو سره، ویلی شو چې د پولیو ناروغۍ بشپړ له منځه وړلو ته نږدې شوې ځکه یواځې په محدودو سیمو کې پاتې ده.”

نور ولولئ: افغانستان ولې د پولیو واکسین ته اړتیا لري؟

د نوموړي په وینا، که چیرې په روان میلادې کال کې د لوړ کیفیت لرونکي کمپاینونه ترسره شي نو لرې به نه وي چې د پولیو ناروغۍ ته د پای ټکی کېښودل شي.

ویل کیږي چې د پولیو ناروغۍ د ناوړه پایلو او د پولیو ضد واکسین د ګټو په اړه د خلکو د پوهاوي کچې د لوړوالي له امله د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه هم لوړه شوې.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button