نړیوال خبرونه

د طالبانو دفاع وزارت وايي له ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره مجهز پوځي ځواکونه لرو

د اسلامي امارت دفاع وزارت څرګنده کړې چې د پوځي ځواکونو شمېر یې کابو ۱۵۰ زره تنو ته رسېدلی دی

د دغه وزارت ویاند وایي چې د تېر حکومت د اردو ځواکونه هم د دغو ځواکونو په جوړښت کې ځای لري.

د نوموړي په وینا دغه ځواکونه له بشپړو پوځي تجهیزات برخمن دي او معاش پر ټاکلي وخت ورکول کېږي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي وايي:”موږ تراوسه له یو لک تر یو لکو پنځوس زرو تنو پورې مجهزه او چمتو اردو لرو چې د هیواد امنیت تامینوي، خپلې پولې ساتي، زموږ کنډکونه ساتي او زموږ سرحدي ځواکونه فعال دي.”

د نظامي چارو شنونکی ثمر سادات هم وايي:”د ملکي او پوځي ادارو په ګډون د ټولو دولتي ادارو له پرسونله باید دوی استفاده کړې وای، په حکومت کې یې ونډه ورکړې وای، د افغانستان په جوړولو او د سولې او ټیکاو په ټینګښت کې یې هڅه کړې وای.”

خو شنونکي وایي چې د دومره پوځ تجهیز او اکمال د نورو هیوادونو ملاتړ ته اړ دی

بل خوا د نظامي چارو شنونکي پر دې باور دي چې سرپرست حکومت د دغه پوځ د چارو د ښه ترسراوي او اکمالاتو لپاره د نورو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لري.

د نظامي چارو شنونکی اسدالله ندیم وویل: “… دا چې له بهرنیو هېوادونو سره محرمې ژمنې ولري چې د دوی د اردو د تامین لپاره مرسته وکړي، له هغې پرته په اوسني حالت کې طالبان د دې وس نه لري.”

د نظامي چارو بل شنونکی محمد زلمی افغان یار بیا وايي:”کابو دوه کاله کېږي چې طالبان د حکومت واګې په لاس کې لري، یو ټانګ، یو توپ یا طیاره مو له کوم هېواده وارد کړي؟ یا تړون لرو او د دې ترڅنګ مسلکي روزنه چې یو ډېر بنسټيز څيز دی چې له بده مرغه موږ یې نه لرو.”

نور ولولئ: دفاع وزارت څه باندې ۶۰ چورلکې او الوتکې بېرته رغولې دي

نور ولولئ: قطر ته د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد لومړی رسمي سفر

بل خوا د اسلامي امارت د دفاع وزارت ویاند وایي، چې د دغه وزارت د ځواکونو په جوړښت کې د پخواني حکومت د پوځ ډیر شمیر سرتېري هم حضور لري.

په پخواني حکومت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر، ۳۵۰ زره تنو ته رسېده، خو له ۲۰۲۱ کال له اګسټ میاشتې وروسته چې کله جمهوري نظام ړنګ شو او طالبانو د حکومت واګي ترلاسه کړې دغه ځواکونه هم خواره شول.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button