نړیوال خبرونه

قطر ته د دفاع وزارت سرپرست مولوي یعقوب مجاهد لومړی رسمي سفر

مولوي محمد یعقوب مجاهد قطر ته تللی و

د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند وايي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په یوه رسمي سفر قطر ته تللی او ټاکل شوې په‌دې سفر کې د قطر له امیر، دفاع وزیر او د دغه هېواد له ځینو نورو جګپوړو چارواکو سره وګوري. قطر ته د دفاع وزارت سرپرست دا لومړی رسمي سفر دی.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ پر خپله ټویټر پاڼه لیکي: «د افغانستان اسلامی امارت د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د قطر هېواد په رسمي بلنه قطر هېواد ته خپل سفر پيل کړی.»

د اسلامي امارت مجاهدینو هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي

همداراز د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په دوحه کې د قطر له امیر محترم تمیم بن حمد ال ثاني سره لېدلي او په‌دې لېدنه کې یې د دواړو  هېوادونو د دوستانه اړیکو او اړوندو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

نور یی ولوله| په اختریز پیغام کې د نړۍ هېوادونو ته د مولوي هیبت‌الله اخندزاده ډاډ

نور یی ولوله| د خوست اوپکتیکا خلک د عربي اماراتو څخه مننه کوي.

په وروستۍ یوې اوونۍ کې له بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وروسته، مولوي محمد یعقوب مجاهد د سرپرست حکومت دویم جګپوړی چارواکی دی چې قطر ته سفر کوي. دا چې په وروستۍ یوې اوونۍ کې قطر ته د اسلامي امارت د جګپوړو چارواکو سفرونه به څه پایلې ولري، سیاسي کارپوهان یې په اړه بېلابېل لېدلوري لري.

پخوانی ډېپلوماټ عزیزمعارج وايي: «دا خبرې داسې حالت لري چې له بده د طالبانو چارواکي افغان ولس ته رښتیا نه وايي، خو له پردې شاته یوه برنامه شته چې د افغانستان په سیاست کې به یو بنسټیز بدلون ولېدل شي.»

تر دې وړاندې قطر د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې د اسلامي امارت پر تګلارې نیوکه کړې وه او د ښوونځيو نه پرانېستل کېدل یې د خواشینۍ وړ بللي وو.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button