افغانستان

د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

تازه طالبانو خبر ورکړی چې په جوزجان کې به یو کس اعدام کړي

د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند وايي، د دې ډلې د درې ګونو محکمو د پرېکړي له مخې سبا په جوزجان کې یو کس اعدامېږي.

طالبانو د دغه کس د هويت په اړه نور معلومات نه دي ورکړی. په ورته مهال ځینې سرچینې وايي، چې دوه کسان په جوزجان کې اعدامېږي.

خو د بلخ لپاره د طالبانو د والي ویاند حاجي زايد پر خپله اېکس پاڼه ليکلي د یو کس د اعدامېدو خبره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: « په جوزجان کې یو قاتل باندي الهي حکم (قصاص) پلي کيږی.»

taliban1
د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

په دې اړوند نور جوزیات نه دي ورکړل شوي

نوموړي د دې کس او د قصاص د ځای اړوند نور معلومات نه دي ور کړي.

طالبانو تېره پنجشنبه په غزني کې هم دوه کسان په یوه لوبغالي اعدام کړل.

نور ولولئ: د طالبانو ستره محکمه؛ بامیانو کې یې ۱۳ تنه په درو وهلي

نور ولولئ: طالبانو په پکتیا کې پنځه تنه عام محضر کې په درو وهلي

نور ولولئ: په غزني کې د طالبانو له لوري د دوو کسانو اعدامېدل

دې ډلې د دې دوو کسانو تر اعدام یوه ورځ مخکې له خلکو غوښتي وو، چې د دې کسانو د اعدام لیدو ته ور شي.

د طالبانو د تېرې اونۍ اعدام د ملګرو ملتونو او بښنې نړیوال سازمان له غبرګون سره مخ شو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي دفتر یا یوناما وویل، چې ملګري ملتونه د اعدام د مجازاتو مخالف دي او له طالبانو غواړي چې ژر تر ژره د اعدام مجازات لغوه کړي.

دا هم ولولئ:  پر کابل د پاکستان بمبار افغانان غوصه کړي او غچ اخیستو ته په تمه دي

د طالبانو اعدامونو ته د نړیوالو سازمانونو غبرګون

د بښنې نړیوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ، چې سملاسي د اعدام سزا بنده او ټول اعدامونه لغوه کړي.

دې سازمان د غزني له پېښې یوه ورځ وروسته خپل اېکس کې ولیکل، چې اعدام د نړیوالو قوانیو خلاف او نه زغمېدونکی بللی دی.

taliban2
د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

د بښنې نړیوال سازمان د خلکو په مخ کې اعدام هم انساني کرامت ته سپکاوی ګڼلی و.

خو طالبان وايي، چې د «عبرت» لپاره په عام محضر کې اعدام کوي، خو دا ډله خلکو ته د انځور او ويډيو اخيستلو اجازه نه ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنۍ دې ډلې تېر کال د قصاص لومړی حدود په فراه ولایت کې او دوهم ځل تېره اونۍ په غزنې کې پلي کړل او سبا یې هم جوزجان کې عملي کوي.

د یادونې وړ ده چې خلک د طالبانو پر قضایه قوه شکونه کوي. دوی وايي چې طالبان د خپل رژیم هغه جنګیالي چې جرمونه یې کړي، د اعدام او نورو سزاګانو نه مجازات کېږي بلکې ددوی له لیکو بهر خلکو باندې د شرعي احکامو د تطبیق هڅې کوي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button