نړیوال خبرونه

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت وايي سږ کال نشي کولی په ټاکلې نېټه د کانکور ازموينه واخلي

په پوهنتونونو کې د وروستي کال محصلینو مطالعه

د ياد وزارت ویاند مولوي احمد تقي بي بي سي ته وویل، په پوهنتونونو کې د وروستي کال زده کونکو زدکړې پای ته نه دي رسېدلې نو ځکه دوي د نویو محصلینو لپاره ځای نه لري او ټاکل شوې چې د ۱۴۰۱ کال د کانکور ازموينه له وږي يا سنبلې مياشتې وروسته واخيستل شي

د نوي زده کونکو د راتګ لپاره لوی ازموینه

په تېرو کلونو کې په د افغانستان له ښوونځیو فارغېدونکو زده کوونکو د وږې په میاشت کې د کانکور ازموینه ورکوله. خو اوس د لوړو زده کړو وزارت وایې، پوهنتونونو ته د نویو زده کوونکو د راتګ دا لویه ازموینه د اوس لپاره ځنډول شوې ده

مولوي احمدتقي وايي، “د کورونا وېروس او وروستيو تحولاتو له امله د افغنستان د لوړو زدکړو تحصيلي بهير هم ځنډېدلی دی. هغه محصلين چې وروستی کال او وروستی سمېستر يې دی، تراوسه نه دي فارغ شوي، کله چې هغوی فارغ شي نويو محصلينو ته به ځای پيدای شي او جذب به يې شروع شي

نور یی ولوله | د لوړو زده کړو وزیر: نړی دې د افغانستان د تحصیلاتو برخه کې مرسته وکړي

نور یی ولوله | امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل

لا معلومه نه ده چې د کانکور ازموینه به کله اخیستل کېږي خو دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګې پورته نجونو زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړلي او د ښوونیز کال نیم هغه یې له وړاندې له لاسه وتلی دی. بل پلو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالی عبدالباقي حقاني وایې، دوي په سختو حالاتو کې د پوهنتونونو دروازې د زده کوونکو پر مخ پرانيستې دي.

عبدالباقي حقاني په کابل پوهنتون د چین لخو د جوړ شوي تحصلي کمپلکس د پرانیسې پر مهال وویل، افغانان لا هم د معیاري زده کړو په برخه کې د نړۍ هېوادونو ته اړ دي او که نړۍ غواړي چې افغانستان د دوي له احتیاجه خلاص شي، په دې برخه کې دې ګټوره همکاري ورسره وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button