ځایی

د طالبانو د وزیرانو شورا غونډه کې پاکستان کې د افغانانو د لوټ شوو سرمایو باره کې څه نه دي ویل شوي

طالبانو د وزیرانو شورا غونډه کې نور مسایل مطرح شوي خو پاکستان کې د افغان کډوالو د تلا شوو سرمایو په اړه هېڅ نه دي ویل شوي

دا غونډه داسې مهال کېږی چې تازه پاکستان افغان کډوال په زور افغانستان ته شړي او له خپلې خاورې یې وباسي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دغې ډلې د وزیرانو شورا په دوه ورځینۍ غونډه کې یې یو لړ پریکړې کړې دي.

په هغه خبر پاڼه کې چې د دغې ډلې مشر ویاند ذبیح الله مجاهد له خوا خپره شوې راغلي چې په دغې دوه ورځنۍ غونډه کې د یادې ډلې مشر له ټولو طالبانو غوښتي چې باید ټول چارواکي د ولسي خلکو په خدمت کې ناغیړي و نه کړي او ځانونه د ټول افغانستان سره تړلی وبولي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: د افغان ملي ماڼۍ د جوړولو چارې پیل شوې

دا رنګه له طالبانو غوښتل شوي چې د خلکو سره داسې چلند وکړي چې هغوی د حاکم نظام سره مرستې او همکارۍ ته وهڅوي.

د خبرپاڼې په بله برخه کې راغلي چې د مسولیتونو سپارل د خوښۍ او بېرته اخیستل یې باید د خپګان وړ نه وي.

طالبانو ټولو غړو ته ویلي چې کډوالو ته پام وکړي

دغه شان په دغې اوږدې دوه ورځنۍ غونډه کې پاکستان ته د طالبانو د پلاوي د ورتګ راپور هم واورول شو او د صادراتو، وارداتو او ترانزیټ په اړه غونډې ته معلومات ورکړل شوي، خو دا نه دی ویل شوي چې په پاکستان کې د افغانانو د یرغمل شویو او ایسارو شتمنیو په اړه کومې خبرې نه دي شوي.

د سلګونه زره ستنول شویو افغان کډوالو په تړاو همدومره ویل شوي چې د دغې ډلې مشر اړونده ادارو ته سپارښتنه کړې چې د ستنو شویو کډوالو خدمت ته دې چارواکي مټې بډ وهي.

دا رنګه له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو ته هم لنډه اشاره شوې او د بهرنیو چارو وزارت ته سپارښتنه شوې چې د بهرنۍ تګلارې له پاره دې ځانګړی کمیسیون لازمې پرېکړې وکړي.

د پاکستان اندېښنو ته ځواب نه دی ویل شوی

پاکستان بار بار ویلي چې افغان طالبانو د پاکستان ضد ډلې ټي ټي پي ته په افغانستان کې ځای ورکړی، خو طالبانو د دوی پر وروستیو نیوکو چوپه خوله دي. د پاکستان حکومت له لوري طالبانو ته د وروستیو ګوتڅنډنو په اړه چې ګنې ټي ټي پي هلته پناه ځایونه لري، هيڅ یادونه نه ده شوې.

په ټوله کې په دغه خبرپاڼه کې د نجونو زده‌کړو او د مېرمنو کار کولو ته هیڅ اشاره نه ده شوې او د نړۍ والو هغو غوښتنو په اړه هم څه نه دی ویل شوي چې وايي طالبان باید د کورني او بهرني مشروعیت د ترلاسه کولو له پاره دې ټول ګډونه حکومت جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې له ملګرو ملتونو غوښتي و چې د دوی له رژیم سره تعامل وکړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button