نړیوال خبرونه

د طالبانو رئیس الوزرا په غزه کې د اسرایلو وحشتونه غندلي

د طالبانو رئیس الوزرا محمد حسن اخند وايي، په غزه کې د اسرائیلو ظلم د بشریت پرضد تور داغ دی

اسرائیلو په غزه کې د حماس د له منځه وړلو لپاره عملیات پیل کړي چې په زرګونو ښځې او ماشومان یې د خپلو بریدونو ښکار کړي او وژل شوي دي.

تازره د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن د روژې میاشتې په مناسبت په پیغام کې ویلي، چې غزه اوسمهال د اسراییل له «سخت ظلم او وحشت سره مخ ده او هغه څه چې په غزه کې روان دي د تاریخ د بشریت پر مخ تور داغ«» دی.

د اسرائیلو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا

رییس الوزرا د دوشنبې په ورځ د ( کب ۲۱مه) له نړېوالو سازمانونو او اسلامي هېوادونو وغوښتل څو د غزې د خلکو ملاتړ وکړي.

ملا محمد حسن پر غزې د پېښو د مخنیوي په برخه کې د نړۍ په چوپتیا نیوکې وکړې او ویې ویل: «هغه څه چې په غزه کې تېریږي د بشریت د تاریخ پر مخ تور داغ دی.»

اسراییلو په غزه کې پر روغتونونو او ښوونځیو بریدونه کړي دي

نور ولولئ: حماس او اسراییلو دوه ورځې نور د اوربند پر غځېدو هوکړه وکړه

نور ولولئ: د بشري حقوقو د څار سازمان اسراییلي ځواکونه په غزه کې د زراعت پر ویجاړولو تورن کړي

نور ولولئ: الجزایز ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په غزه کې د اوربند نوي طرحه وړاندې کړه

سره له دې چې طالبانو په ځلونو پر غزې د اسراییلو بریدونه غندلي، خو یو شمېر هېوادوال بیا پر طالبانو نیوکې کوي چې لومړی باید د افغانستان د خلکو وضعیت په پام کې ونیسي.

اخوا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني هم د لیندۍ په میاشت کې د غزې جګړې ته په اشارې سره ویلي و، چې د فلسطین له خلکو سره مرسته به د افغانستان د خلکو ستر ویاړ وي.

غزې ته د ځانمرګو لښکر

د افغانستان لپاره د ایران استازی حسن کاظمي قمي چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، مخکې ویلي و چې د اړتیا په صورت کې به د ځانمرګو بریدګرو یو لښکر د غزې په ملاتړ له افغانستان څخه ولاړ شي. ورووسته بیا طالبانو پر حسن کاظیمي قمي نیوکې وکړې او ویې ویل چې دوی به له افغانستان ځانمرګي ونه لېږي.

د اسراییل-حماس جګړه؛ غزه کې الشفا روغتون خدمات نه شي وړاندې کولی

دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو پنځو میاشتو کې نږدې ۳۱ زره کسان په غزه کې وژل شوي دي، چې دوه اویا سلنه برخه یې ښځې او ماشومان جوړوي.

خو د اسرائیلو لومړی وزیر بیا وايي چې په دغه وژلو شوو فلسطینیانو کې یې ۱۳زره د حماس ډلې جنګیالي دي.

اسراییلو د نړۍ له فشارونو سره سره لا هم اوربند ته غاړه نه ده ایښي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button