هنر او ادب

د طالبانو غلطو تعلیمي تګلارو د زده کړو کیفیت زیانمن کړی

د بشري حقونو څار سازمان  وايي د طالبانو تعلیمي تګلاره د نجونو ترڅنګ د هلکانو ښوونه هم زیانمن کړې

د بشري حقونو څار سازمان وايي، له افغانستانه د مسلکي ښوونکو وتل، په تعلیمي نصاب کې راوړل شوي ادلونونه بدلونونه هغه څه دي چې د زده‌کړو بهیر یې د سترو ننګونو سره مخامخ کړی دی.

دغه سازمان پر ملګرو ملتونو غږ کړی، چې پر طالبانو فشار راوړي چې د نجونو د تعلیم په برخه کې دې له توپیري چلنده لاس واخلي او اړونده حکومتونه او د ملګرو ملتونو ادارې باید له طالبانو وغواړي، چې د نجونو پر تعلیم خپل تبعیضي بندیز پای ته ورسوي او د باکیفیته زده‌کړو په برخه کې د هلکانو له حقونو څخه د سرغړونې مخه ونیسي.

نور ولولئ: م.م. وايي نړۍ د نجونو او ښځو د حقونو د پر ځای کېدو او برابرۍ موخو ته نه ده رسېدلي

نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي

د بشري حقونو د څار سازمان نن په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو ناوړه تعلیمي تګلارې د نجونو او ښځو ترڅنګ هلکانو ته هم زیان رسوي.

د هلکانو ښوونځي هم ناکامه دي

په دغه سازمان کې د ښځو د حقونو څېړونکې او د راپور لیکواله سحر فطرت ویلي:« طالبان د هلکانو او نجونو لپاره د افغانستان تعلیمي سیسټم ته نه جبرانېدونکی زیان رسوي.»

طالبانو د هلکانو له ښوونځيو ټولې ښځينه ښوونکې له دندو ګوښه کړې دي.

طالبانو د هنر، سپورټ، انګلیسي او مدني زده‌کړو په ګډون مضامین له منځه وړي دي، چې د تعلیمي کیفیت د خرابېدو لامل شوی دی.

له بله پلوه په افغانستان کې پېښ شوي اقتصادي ناورین ګڼ هلکان اړ اېستي، چې د زده‌کړو تر څنګ یو شمېر درنو کارونو ته مخه وکړي او ډېر یې هم اړ وتي، چې ښوونځي پرېږدی او نورو کارونو ته مخه وکړي.

د ښوونځیو ګڼ زده‌کوونکي هلکان د وېرې، ژور خپګان او نورو رواني ستونزو سره مخامخ دي.

د رواني ناروغیو په اړه اندېښنې

په داسې حال کې چې نن سبا په افغانستان کې د رواني ناروغیو د درملنې لپاره هم شرایط په نشت حساب دي.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، په ښوونځیو کې ماشومانو ته جسمي سزا ورکول د دوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

ماشومانو ته د سزا ورکولو لپاره د تاوتریخوالي کارول د غیر ضروري درد او کړاو لامل کېږي، زیان رسوي او د ماشومانو پرمختګ، تعلیمي بریالیتوب او رواني روغتیا ته زیان اړوي.

د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کمیټې موندلې، چې ټول فزیکي مجازات د نړۍوال قانون له مخې منع دي او ټول ماشومان حق لري، چې د تاوتریخوالي څخه پاک چاپېریال کې زده‌کړې وکړي.

د ماشومانو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون چې افغانستان په ۱۹۹۴ کال کې تصویب کړ، د ماشومانو د تعلیم، خوندیتوب او له تاوتریخوالي څخه د ساتنې حقونه په ګوته کوي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button