سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

د طالبانو مرستیال والي ځانمرګي برید کې ووژل شو

طالبانو تایید کړه چې د بدخشان ولایت د طالبانو مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی

په افغانستان کې رپوټونه وايي، بدخشان کې د طالبانو مرستیال والي چې دمګړۍ سرپرست والي هم و په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

برید نن سه شنبه سهار شوی دی چې په کې د بدخشان مرستیال والي مولوي نثار احمد احمدي په ګډون دوه کسان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

ځینو نورو رسنیو د طالب چارواکو له خولې ویلي، برید موټر بم و او هغه مهال شوی چې ښاغلی احمدي د دفتر په لور روان و.

د ځانمرګي برید دغه پېښه د فیض اباد ښار په محکمې څلور لارې کې شوې ده.

نور ولولئ: بلخ کې د طالبانو والي وژل شوی

د ځینو ټپیانو روغتیايي حالت نازک بلل شوی

د طالبانو مربوط خبري سایټ یا باختر اژانس هم ویلي چې مرستیال والي په ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

ددې برید مسئولیت

اکثره رسنۍ ددې په لټه کې څو کومه ډله ددې پېښې مسئولیت پر غاړه واخلي، خو تر دې دمه د برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی. دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د ورته بریدونو مسولیت د داعش ډلې منلی او ویلي دي چې برید د دوی کسانو یا جنګیالیو کړی دی.

په بدخشان ولایت کې ورته بریدونه هم شوي

دا لومړی برید نه دی چې د طالبانو په واکمنۍ کې شوی بلکې له دې وړاندې هم پر افغانستان د طالبانو له واګو وروسته بدخشان کې د طالبانو پر لوړ پوړو کسانو بریدونه شوي دي چې دا بریدونه د اندېښنې وړ بلل شوي.

د مثال په توګه تېر کال نومبر کې هم بدخشان لپاره د طالبانو امنیه قومندان یوې چاودنه کې ووژل شوی و. هغه چاودنه فیض اباد کې قومندانۍ ته څ‍ېرمه شوې وه.

د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور بي بي س‍ي پښتو پاڼې ته هغه مهال ویلي و، پېښه کې د بدخشان امنیه قومندان مولوي عبدالحق ابو عمر په ګډون درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

د بدخشان د امنیې قومندان د وژنې او برید مسئولیت د داعش ډلې منلی و او د دغې پېښې ويډيو يې هم خپره کړې وه.

د روان کال مارچ کې مزار شریف کې هم یو ځانمرګي برید د طالبانو حکومت والي مولوي محمد داوود مزمل له څو نورو کسانو سره وژلي و. د هغه برید پړه داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې وه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button