کورني خبرونه

د طالبانو مشر نوی فرمان صادر کړی خود نجونود تعلیم ذکر ېې پکې ندی کړی

 افغانستان  افغانستان

د طالبانو رهبر د یوه فرمان په صادرولو سره خپلو مسؤلینو قومي مشرانو او دیني عالمانو ته نصیحت کړی چي د ښځو حقوق په جدي توګه سره مراعت کړي. دهمدغه حقوقو د نه مراعت کولو په  تړاو  هغوی د ملګری ملتونو  ټولني د تعزیراتو سره مخامخ دي

    په دې وروستیو  کي په افغانستان کي د لوږي او بی وزلی  په دلیل د کوچنیو نجونو د خرڅلاو رپور ورکول شوی  او په کم  عمری کي د ودیدو ستونزه خورا زیاته شوی. د افغانستان پر نوو چارواکو  باندي د ښځو او بشر د حقوقو  ضد جرمونو   تورونه لګول شوی  د هغې له جملې څخه زده کړی  او کار ته د نجونو او ښځو نه پریښولو تورونه هم لګیدلی. د طالبانو د رهبر ملا هبت الله اخوندزاده د دغه نوي فرمان بنسټ  په واده او نکاح کي د ښځو رضاییت وړ  دی او څوک نشی  کولای ښځي په زور او جبر سره واده کړي.

دا هم ولولئ | طالب چارواکي په کابل کې د متحده عربي اماراتو د سفارت د بیا پرانیستلو خبر ورکړی.

ددغه فرمان دوهمه ماده د ښځي پر ازادۍ باندي ټینګار کوي ښځه د چا ملکیت نه دی بلکه ازاده او اصیله ده او هیڅوک هغه په بدو کي نشی  ورکولای. د فرمان په بل ځای کي  هم راغلي  چي د میړه تر مرګ څخه وروسته  د میړه ورور او بل هیڅوک نشی  کولای د هغه کونډه په زور او جبر  سره واده کړي. فرمان ټینګار کوي چي کونډه د نوي واده کولو او خپل اینده  د ټاکلو  اختیار لري پر دې خبره  باندي هم ټینګار شوی  چی  د نوي میړه څخه د مهر اخیستل د کونډی شرعي حق دی.

د ملا هبت الله اخونزاده دې فرمان ته په غبرګون کې يوه ښځه چې نه غواړي نوم یې واخلی  وايي  که د طالبانو د رهبر دغه نوی فرمان عملي شی هغه د اجتماعي عدالت د تأمین  او ثبات لپاره مثبته چاره ده .

ښاغلی  پخپل دغه فرمان کي زیاته کړی  چي کونډه د متوفی میړه په مال او میراث کي ثابت او ټاکلی حق لري

او هیڅوک نشی  کولای ښځه د دې حق څخه محرومه کړياو همدارنګه  څوک چي څو ښځي لري مجبوره  او مکلف دی چی  د شرعي احکامو مطابق د ټولو ښځو حقوق یو شان  مراعت او د ښځو په منځ کي عدالت وکړی .

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button