د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په اختریز پیغام کې ویلي د اسلام پر سر به هېڅ جوړ جاړی و نه کړي
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده ویلي چې د اسلام پر سر به له هیچا سره جوړ جاړی نه کوي او په خبره یې چې یو کفري قانون به هم په افغانستان کې ځای پیدا نه کړي
ښاغلي اخند زاده د کوچني اختر په مناسبت په یوه وینا کې په دې هېواد کې د داسې یوه اسلامي حکومت جوړول د مسلمانانو دنده بللې چې په خبره یې پر مظلومانو رحم او پر ظالمانو قهر وکړي، د مسلمانانو امنیت وساتي، د هغوی شرعي حقوق ور کړي، شرعي حدود جاري کړي او عدالت پرځای کړي.
نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: د اسلامي امارت مشر ملا هیبت الله د استخباراتو له مسولینو سره ولیدل
هغه افغانستان کې اوسنی نظام د الله لوی نعمت وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ترشا یې ودریږي.
خو د هغه په دې پیغام کې د افغان ښځو کار او نجونو د زده کړې حق ورکولو مسالې ته هیڅ ډول اشاره نه ده شوې، هغه څه چې په هېواد کې دننه او بهر پر دوی د سختو نیوکو سبب شوي.
د طالبانو رهبر ملا هبت الله اخونزاده په دغه غږیز پیغام کې په ټولیز ډول د یو اسلامي حکومت تر چتر لاندې پر سیاست، ټولنه، د امیر او جماعت په تړاو خبري کړې دي؛ هغه یې ضروري بللي او دندې یې ور مشخصې کړې دي
که څه هم په افغانستان کې د طالبانو حکومت له خوا په عام محضر کې د قصاص او درو وهلو لړۍ په هېواد کې دننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شوې، خو د طالبانو رهبر په خپله دغه اختریزه وینا کې ویلي چې هغسې چې روژه فرض ده قصاص او لاس پرېکول هم فرض دي: ”لکه روژه چې فرض ده، قصاص هم فرض دی، که یو څوک قصدا بل څوک قتل کړي، د دې قاتل قصاص فرض دی.”
د طالبانو مشر وايي چې د مسلمانانو پر ټولنه دا فرض ده چې د ظالم لاس باید وتړي چې نور ظلم و نه کړي او قاتل باید قصاص شي.
ملا هبت الله وايي چې دا هم د الله تعالی امر دی چې د غله له نیولو وروسته باید د هغه لاس غوڅ شي.
د طالبانو رهبر د ولایتونو په کچ له ټولو چارواکو وغوښتل چې کله شرعي فرمان ور رسېږي، نو باید سملاسي یې پلی کړي او که کله یې و انګېرله چې فرمان یې له اسلامي اوامرو خلاف دی، له پلي کولو دې یې ډډه وکړي: ”زما حکم هغه وخت قابل اعتبار دی، چې له شریعت سره موافق وي، که له شریعت سره مخالف وي، بیا د هېچا اطاعت نه شته.”
نور ولولئ: په اختریز پیغام کې د نړۍ هېوادونو ته د مولوي هیبتالله اخندزاده ډاډ
دا په داسې حال کې چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني وړمه ورځ پخپل اختریز پیغام کې ادعا کړې وه چې پر افغانستان د طالبانو پر حاکمیت کې خلک له عدالت څخه محروم شوي او طالبان نه شي کولی له خپل ځپونکي حاکمیت څخه انکار وکړي.
کابو ټوله اسلامي نړۍ زدکړې د ښځو اسلامي حق بولي، خو د چارو شنونکي وايي، د طالبانو په حکومت کې د ښځو دغه حق له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دی.