ځاییکورني خبرونه

د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو روغتیايي وضعیت خراب دی

۸صبح ورځپاڼه په خپل راپور کې وايي د طالبانو په زندانونو کې د دوو مېرمنو د «ناوړه روغتيايي وضعیت» خبر ورکوي

۸صبح، کابل: معترضو مېرمنو ژولیا پارسي او منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي چې دا دواړه مېرمنې د طالبانو په زندانونو کې له «ناوړه روغتیايي وضعیت» سره مخ دي.

نور ولولئ: د طالبانو غلطو تعلیمي تګلارو د زده کړو کیفیت زیانمن کړی

سرچينې د سې‌شنبې ورځ، د لیندۍ په ١٤مه، ٨صبح ورځپاڼې ته تاييد کړې چې منیژې صديقي د پلچرخي له زندانه خپلې کورنۍ سره اړیکه نیولې او په ژړا او چیغو يې د ځان ژغورنې لپاره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د منیژې صدیقي مور هم په یوه ویډیویي کلېپ کې ویلي چې لور یې د مرګ له حالت سره مخ ده.

ژولیا پارسي د امنیت ریاست روغتون ته لېږدول شوي

په ورته وخت کې سرچینې همداراز د ژولیا پارسي د ناوړه روغتیايي وضعیت په اړه خبر ورکوي او وايي چې طالبانو تېره اوونۍ د «امنیت ریاست روغتون» ته لېږدولې وه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو يوه اوونۍ وروسته دغه مېرمن د دې ډلې د استخباراتو د ۴۰ ریاست زندان ته لېږدولې ده.

نور ولولئ: د اګست ۱۵ د طالبانو د بیا واکمنېدو ورځ؛ معترضې ښځې خپل حقوق غواړي

دا مهال ندا پرواني او پریسا ازاده هم د طالبانو له لوري بندیان دي.

منیژه صديقي، ژولیا پارسي له خپل زوی او ندا پرواني له خپل خاوند او څلور کلن ماشوم سره له دوو مياشتو راهيسې د طالبانو په زندان کې دي او تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.

له کله چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د ښځو پر ازادۍ او حقونو يې سخت محدوديتونه لګولي او په بېلابېلو مواردو کې يې لاريون کوونکي ښځې نيولي، شکنجه او زنداني کړي دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې ځپونکي دي

د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې د ښځو د نابودۍ په خاطر دي او دا هغه کړنې دي چې د علماوو په وینا له اسلامي شریعت سره هېڅ اړخ نه لګوي.

طالبانو په خپله دوه کلنه دوره کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو سخت محدودیتونه وضع کړي دي چې په دې د ښځو د زده کړو بندول او کار نه کول هم شامل دي. خو پر دې سربېره لا هم ښځې نیول کېږي او شکنجې ورکول کېږي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button