افغانستانسیمه‌ییز

د طالبانو ښځو ضدتګلاره؛ وزیر یې وايي روغتونونو کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي

طالبانو د ښځو پر زده کړو بندیزونه لګولي، نو ښځینه ډاکټرانې به له کومه شي او دا ستونزه به پاتې وي

د طالبانو د روغتیا وزیر تېره ورځ ویلې چې په افغانستان کې ښځینه ډاکټرانې کمې دي او په ولایتونو کې سم خدمات نه ترسره کېږي.

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د عامې روغتیا وزیر قلندر عباد وايي چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر کم دی.

ښاغلي عباد، چې اروزګان ولایت ته تللی و، په یوه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د ښځینه ډاکترانو شمېر لږ دی.

د ښځینه ډاکټر شمېر په نشت حساب دی

اروزګان، پکتیکا او زابل په ځانګړي ډول هغه ولایتونه دي چې د ښځینه ډاکترانو، نرسانو، او قابلو شمېر پکې په نشت حساب دی.

د عامې روغتیا وزیر، چې د نجونو د تعلیم پر ارزښت پوهیږي، همداراز وویل:«د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې د افغانستان د ښځینه ډاکترانو د کموالي ستونزه حل کړي او له همدې کبله یې ۲۰۰ ښځینه کارکوونکې د لوړتخصص پروګرام ته معرفي کړي دي.»

ده زیاته کړه:«اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې هم په افغانستان کې د نرسانو او قابلو د روزنې په برخه کې ډېر پروګرامونه اجرا کړي دي.»

د ښځیو د تړل کېدو په اړه چوپتیا

ښاغلي قلندر په دې اړه څه ونه ویل چې که د نجونو ښوونځي بند وي نو څنګه به نور ښځینه روغتیايي کدرونه روزل کېږي.

د ډېرو نظرخاوندانو په باور طالبانو د نجونو د تعلیم په مخنیوي افغانستان ته داسې ګوزار ورکړی چې جبران یې ډیرو کلونو ته اړتیا لري.

نور ولولئ: حامد کرزی: افغانستان کې باید نجونو ته د زده‌کړو حق ورکړل شي

د طالبانو اکثره غړي د نجونو د تعلیم او د ښځو د کار پلویتوب کوي خو د دوی په منځ کې د دنیا له چارو یو شمېر بې خبره ملایان اجازه نه ورکوي چې نجونې تعلیم وکړي او افغانستان په پښو ودریږي.

طالبانو د دویم ځل واک ته له رسېدو سره سم د ښځو او نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې وتړلې. دوی د حجاب د نه مراعتولو او ناسم شرایط ددې بهانه ګرځولي چې د نجونو پر مخ د زده کړو دروازې وتړي.

په دې برخه کې نړیوالو سازمانونو او په کور دننه سیاسي څېرو په بار، بار د ښوونځیو او پوهنتونونو د خلاصون غوښتنه کړې، خو طالبان بې له کوم موجه دلیل د ښځو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې تړلي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button