د طالبان ویاند نعیم وردک خپلې تازه مرکه کې څه ویلي دي؟

د طالبان ویاند نعیم وردک خپلې تازه مرکه کې څه ویلي دي؟ د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ تېره ورځ د کابل نيوز سره په مرکه کې وويل چې دوی د سولې د خبرو لپاره تيار دي او د اختر راهيسې یې د مذاکراتي ټيم مشران هم په دوحه کې دي.
ښاغلي وردګ وويل چې دوی خبرو ته تيار دي او هغه تورونه بې ځايه دي چې ويل کېږي طالبان د خبرو د میز څخه په شا شوي، ده زياته کړه چې دا څنګه امکان لري چې زموږ مشران دې په دوحه کې د خبرو لپاره شتون لري مګر د افغان حکومت د مذاکراتي مشر او ډېری مهم غړي دې په دوحه کې نه وي او بيا دې تور په دوی ولګول شي.
نعیم وردګ په افغان حکومت باندې تور پورې کړ چې د خبرو د میز څخه د هم تبليغاتي استفاده کوي، ده وويل چې طالبان په هېڅ صورت د خبرو د میز څخه ندي په شا شوي او نه به هم په شا شي.د جګړې د زياتېدو په هکله طالب وياند وويل چې دا يو طرفه کار ندی، بلکې حکومت هم جګړې ته زور ورکوي،

ددې لپاره په دليل کې وردګ وويل چې د ددفاع پخواني وزير پخپله وويل چې په عملياتو کې شپږ نيم زره طالبان وژلي حال دا چې دوی ټول پينځه سوه عسکر هم ندي له منځه وړي.د بلخوا بيا افغان حکومت وايي چې طالبان په جدي مسايلو خبرو ته زړه نه ښه کوي او تمرکز یې د جګړې په ميدان دی،
حکومتي وياندويان ددې خبرې د دليل په توګه د افغانستان په شمال کې د تودې جګړې صورت حال وړاندې کوي.افغان حکومت همدارنګه وايي چې دوی د طالبانو سره د خبرو د بريا لپاره کافي قرباني ورکړې ده، ددې ډلې پینځه زرو څخه زيات بنديان يې آزاد کړي دي اوس پکار ده چې طالبان هم د خبرو د بريا لپاره يو قدم راوړاندې شي.