نړیوال خبرونه

د طالب بندیانودخلاصون په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې

د افغانستان دولت د لویې جرګې د پرېکړې وروسته، د پاتې ۴۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو فرمان لاسلیک کړ، چې په لومړي پړاو کې یې ۸۰ بندیان ازاد کړل، خو اوس بازې بهرني هېوادونه د افغان دولت نه غواړي چې کومو طالبانو چې زمونږ عسکر وژلي ندي ازادوي

افغان دولت وایي، د ۴۰۰ طالب بندیانو په تړاو ورسره ځینو هېوادونو اندېښنې شریکې کړي دي او دا یې د سولې لپاره سمه لار نده بللې د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د یوبیانيې په خپرولو سره ویلي و، د ۴۰۰ طالب بندیانو د لېست څخه دې هغه درې طالب زندانیان نه خوشې کېږي، چې په افغانستان مې د فرانسوي وګړو په وزلوبندي شوي دي، بل خوا بیا د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسون هم د افغان حکومت څخه غوښتي چې د افغان اردو هغه سرتېري دې نه خوشې کوي، کوم چې د اسټرالیایي پوځیانو د وژنې په توربندیان شوي وو،

دويي په دې سوچ دي چې دا د سولې سمه لار نه ده او د طالب بندیانو خوشې کول بیا دوی جګړې ته لېږل دي.افغان چارواکي بیا وایي، دوی د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او دا ځل یې د سولې لپاره چټک ګامونه اخیستي دي.د سولې مشورتي لویې جرګې غړي بیا وایي، دوی د طالبزندانیان د خوشې کېدو پرېکړه ځکه وکړه، چې افغانان د جګړې په اور کې سوځي او دا د دوی د سولې لار هوارولو لپاره وکړه،

د دغه هېوادونو په بینیو په اړه طالبانو بیا ویلي، چې د فرانسې او اسټرالیا وروستۍ څرګندونې د سولې په پروسه کې د خنډ په معنَی دي او وګړي یې ورته ځکه وژلي، چې دوی په افغانستان ته راغلي وو، د سولې په چارو کې د دولت وزارت خبر ورکړی، چې د بندیانو خوشې کول تخنیکي او حقوقې ستونزې لري، چې خوشې کول به یې د وخت تېرېدو سره ترسره شي،

د یادونې وړ ده چې د سولې مشاورتي لوېې جرګې کې خبر ورکړل شوۍ وو، چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو وروسته به د طالبانو اوحکومت تر منځ مخامخ خبرې پیل شي، خو تر اوسه نه دي پیل شوي.تر اوسه د افغان حکومت له لوري د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ نه ده بشپړه شوې، د پخلاینې شورا ویلي وو، چې یو شمېر بهرني هېوادونه ځینې ملاحظات لري او له دې کبله د بندیانو د خوشې کېدو لړۍ ځنډېدلې ده،

د طالب بندیانودخلاصون په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې
د طالب بندیانودخلاصون په اړه د بهرنیو هېوادونو اندېښنې

د سولې انسټیټوټ وایي، طالبان او افغان حکومت به د سولې مېز ته ځینې مسایل راوړي، چې دا وخت اخلي.دوی ویلي، د سولې د خبرو به د هفتو یا د میاشتو وخت واخلي، خو بلخوا سیاسي شنونکي وايي چې طالب بندیان دې ژر تر ژره خوشې شي،ځکه دويي وايي چې دولت دې دا تلايي د سولې چانس له لاسه نه ورکوي او ژرترژره دې بین الافغاني مزاکرات پیل کړي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button