لوبې

د عامر خان له خوا راشد خان ته دعوت، خو وايي، چې پخلی به په خپله کوي

د هند تجارتي لیګ یا ای پي ایل پایلوبه نن د ګجرات ټایټنس او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي او د لوبې له پیل څخه مخکې د هندي فلمونو مشهور او نومیالي هنرمند عامر خان له راشد خان سره د لوبې په اړه مرکه وکړه، چې هغه ته یې خپل کور ته د ورتګ دعوت هم ورکړ.

د ای پي ایل پایلوبې لپاره عامر خان هم د ټلویزیون له خوا د کوربه په حېث خپرونې ته راوستل شوی، چې نوموړی د لوبې په اړه تبصره هم کوي او له لوبغاړو سره مرکې هم کوي، چې په همدې لړ کې یې له راشد خان سره هم مرکه وکړه او د لوبې په اړه یې د هغه نه بېلا بېلې پوښتنې وکړې.

عامر خان په پای کې له راشد خان نه پوښتنه وکړه، چې د اختر په ورځ دې خپل ټول ټیم له ډوډۍ کړې وه او په خپله دې پخلی کړی و، نو زه به کله ستا مېلمه شم، چې ته راباندې د خپل لاس پاخه کړي خواړه وخورې؟

نور یی ولوله | لوړو زده کړو وزارت: د کانکور د ترسراوي نېټه به ډېر ژر اعلان شي

راشد خان ورته په خندا کې ځواب ورکوي، چې دا خو به زما لپاره لوی ویاړ وي، چې زه ستا لپاره خواړه پاخه کړم. بیا ورته عامر خان وايي، چې بل ځل ممبۍ ته راشي، نو د هغه مېلمه به وي او د هغه کور ته به ورځي، خو پخلی به راشد خان کوي او دوی به یې خوري.

د یادولو وړ ده، چې په دغه مرکه کې راشد خان د خپل لوبډلمشر هاردیک پانډیا په اړه هم خبرې وکړې او هغه یې ډېر ښه او مرستیال لوبډلمشر یاد کړ، همدا راز د جاس بټلر په اړه یې وویل، چې هغه یې څو ځلې اوټ کړی دی او د هغه په توپ اچونه باندې ډېر په احتیاط لوبه کوي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button