نړیوال خبرونه

د عربی اماراتو لخوا کابل ته لمړی د اولیه موادو د کومک طیاره راورسیده

د عربی اماراتو لخوا کابل ته لمړی د اولیه موادو دکومک طیاره ورسیده.متحده عرب اماراتوحکومت لخوا د افغانستان خلکو سره کومک وشو دوی دا کومک د یو طیارې په زریعه کابل ته راورسوه.

د عربي اماراتو حکومت لومړی هېواد دی چې افغانستان سره ېې مرسته وکړه دوی هر وخت تر ټولو اول کومک ته حاضریږي ویل کیږي چې اوسمهال چې دوی کومک کړی په دغه کومکي يیکیج کې اولیه مواد اوهمداراز نور طبي وسایل شامل دي دا طیاره نن غرمه دعربي اماراتو څخه کابل ته راورسېده او دروند استقبال ېې وشو.

20210903 194925

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دکابل هوایي میدان کې ددغه طیارې استقبال وکړ هغه دغه استقبال پر مهال د عربي اماراتو حکومت څخه مننه وکړهچې داسې سخت وخت کې ېې افغانستان سره کومک وکړ. هغه له نورو هېوادونو هم وغوښتل چې له افغانستان سره کومک وکړي.

باید یاده کړو چې دا لومړی ځل ندی چې عرب امارات له افغانستان سره کومک کوي بلکې د دې نهوړاندې مښکیني حکومت سره مرستې کړي دي.لکه د پاکستان په چمن سیمه کې د مهاجرو د یوه کمپ په جوړول ېې یو مثال دی.چې له 10،000 څخه ډیر کډوال پکې میشت وو او دې ته یې ټول اړین توکي او عصري روغتون چمتو کړل. د 200 کورنیو لپاره د شیخ زاید هستوګنې پروژه چې اړین اسانتیاوې لري لکه جومات دوه ښوونځي او یو طبي مرکز وو.

متحده عربي اماراتو له دې وروسته په لسګونو ښوونځي ، لږترلږه 6 طبي مرکزونه ، یو پوهنتون جوړ کړی چې هر کال 6،500 زده کونکو ته خدمت کوي لږترلږه 40 جوماتونه ، په سلګونو څاګانې د ډیری نورو حیاتي پروژو په مینځ کې چې هدف یې د افغانانو ژوند ښه کول وو.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button