روغتیا

د عیسویانو مشر د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستنه غندلې

د عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستنه وغندله

د نړۍ ګڼو هېوادونو او سازمانو د اسلام اباد دا پرېکړه وغندله چې ګواکي افغان کډوال باید له پاکستان ووځي او افغانستان ته لاړ شي. کله چې د پاکستان لخوا ورکړل شوي نېټه پوره شوه نو د افغان کډوالو شتمنۍ لوټ او په زور له دغه هېواد ایستل کېږي.

د طالبانو حکومت، د بشري حقونو د بېلابېلو سازمانونو او د ملګرو ملتونو د ادارو ترڅنګ په نړیواله کچه د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم د یکشنبې په ورځ له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه غندلې ده.

پاکستان کې د افغان کډوالو پناه

نوموړي په واتیکان کې د ستنېدونکو افغان کډوالو پر وضعیت د اندېښنې په څرګندولو سره زیاته کړې چې، «افغان کډوالو په پاکستان کې پنا اخیستې وه، خو اوس د بېرته تګ له پاره هېڅ ځای نه لري.»

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو شتمنۍ لوټ کېږي

نور ولولئ: له پاکستانه ۱۶۵ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

هغه ویلي د کډوالو په زور اېستلو سره به ځینې هغه کسان له ګواښ سره مخ شي چې افغانستان يې د سر خوندينې په پار پریښی و.

بېلابېلو نړیوالو ادارو په وار وار سره له پاکستانه وغوښتل چې د کډوالو د اېستلو په اړه خپله پرېکړه بدله کړي خو پاکستان خپل دغه دریځ نه بدلیدونکی بولي.

له دې سره، د پاکستان د پارلمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه مخکښ محسن داوړ په خپله اېکسپاڼې لیکلي چې، پاکستان اوس د افغان کډوالو په پلمه د پاکستان پښتانه هم خپل هدف ګرځوي.

د نوموړي په خبره، «پاکستان د افغان کډوالو په اېستلو سره د بشر ضد جنایت کوي.»

پاکستان کې ملت‌پال ګوندونه

اخوا، د عوامي نېشنل ګوند مخکښ مشر سردار حسین بابک افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډیو په استولویو ځل بیا ټینګار کړی چې، په پاکستان کې د افغان کډوالو د «تذلیل یا سپکاوي» مخنیوی باید وشي.

نوموړي همداراز زیاته کړې ده چې، د کډوالو ستونزو ته په کتو سره د پاکستان حکومت باید خپله پرېکړه بدله کړي.

پاکستان د روانې میاشتې له پیل سره له دې هېواده د څه باندې۱،۷ میلیونه افغان کډوالو د اېستلو لړۍ رسماً پيل کړه.

د راپورونو له مخې له تېرو څو اونیو راهیسې څه باندې یو لک او ۵۰ زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه کډوال اوسمهال د خوراکي توکو، اوبو او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي، خو د طالبانو حکومت د راستنېدونکو کسانو له پاره د یو کمېسیون د جوړېدو خبر ورکړی چې د کډوالو ستونزو ته ورسیږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button