ژوند

د غوره جنسي اړیکو وختونه

د مناسبو وختونو نه پېژندل او بې وخته د جنسي اړیکو ټینګول هم جنسي قوت اخلالوي

موږ باوري یو که چېرته تاسو د جنسي اړیکو نیولو لپاره مناسب وختونه وپېژنی او په هماغه زمان تاسو خپل جنسي تماسونه ټینګ کړی نو ستاسو د جنسي کمزوريو په برخه کې به زیاتې ستونزې هوارې شي. ځینې خلک هڅه کوي چې د جنسي کمزوریو له منځه وړلو لپاره درمل وکاروي، خو ددغو درملو خوړل نورې ستونزې ایجادوي چې وروسته بیا په تلپاتې ناروغۍ بدلېږي.

نور ولولئ: د مهمو خوړو خوړل جنسي ځواک او قوت زياتوي

د جنسي اړیکو د ټینګولو لپاره تر ټولو غوره وخت د شپې په اخره کې یعنې د سهار داخلېدو وخت دی. ددې برخې متخصصین وایي چې په دې وخت د جنسي رابطې ټینګول په زیاته کچه د اندروفین هورمون تشرح کوي او د انسان د ډېرې خوښۍ لامل کېږي. دا هغه وخت دی چې د مېرمنې او خاوند تر منځ صمیمیت او د مینې تړاو ډېرېږي او لا غښتلی کېږي. د همدې لپاره په یاد وخت د جنسي اړیکې پر ټینګولو ډېر ټینګار شوی دی او باید تعقیب کړل شي.

د جنسي اړیکې د ټینګولو بل غوره وخت

د یادې اړیکې د ټینګولو دویم غوره وخت هغه دی چې د مېرمنې او خاوند تر منځ تحریکوونکي خبرې وشي؛ یو او بل ځان ته نږدې او زیاته عاطفه خوره کړي. ساینسپوهان ددې وخت ګټه د عصابو نورمال حالت، د وینې فشار کموالی او د اضطراب له منځه تلل یاد کړي دي. دوی زیاتوي چې په دې وخت کې جنسي اړیکه د مېرمنې او خاوند تر منځ د روغتیا تضمینوونکي ده.

د جنسي اړیکې دریم غوره وخت هم درپېژنو

د جنسي اړیکې د ټینګولو لپاره یو بل غوره وخت له تمرین کولو وروسته وخت ښودل شوی دی. کله چې یو څوک تمرین وکړي نو د هغه انسان تستسترون هورمون زیات تشرح شوی وي او د جنسي اړیکې لپاره ډېر تمایل لري چې په دې وخت کې له یادې اړیکې زیات خوند اخیستل کېږي او د روحي سکون لامل کېږي. په دې برخه کې ټکزاس پوهنتون پر هغو نجونو تجربه وکړه چې ۲۰ دقیقې به یې باسیکل ځغاسته کوله چې په پایله کې د دوی په تناسلي آلو کې د وینې جریان ۱۶۹٪ ته رسېدلي وو او زیاتې تحریک شوي وې. په دې حالت کې هم تاسو کولی شی چې جنسي اړیکې قایمې وساتئ.

دلته کلیک کېکاږئ: هوږه جنسي قوت پیاوړی کوي

باید یاده کړو، که چېرته د جنسي اړیکو په برخه کې زیات تمرکز په درملو وشي نو د روغتیا پر ځای به زیان وویني.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button