د فاریاب پخوانی والي انتصابي سناتور وټاکل شو

د فاریاب پخوانی والي انتصابي سناتور شو.د ډېر وخت لانجو څخه وروسته د فاریاب والي له دغه ولایت څخه لرې شو او مشرانو جرګې کې انتصابي سناتور وټاکل شو.نوموړی تر دې دمه نه وو چمتو چې دغه ولایت پرېږدي.
اوسمهال دې خبرې ګڼ شمېر غبرګونونه راپارولي او عام وګوي او چارواکي په دې لړ کې ګرم بولي دوی وای یو دولت دومره کمروزي چې د یوه والي د لیري کولو لپاره جرګې مرکې کوي او بیا هم نه توانیږي چې دا والي لیري کړي موده مخکې اشرف غني د فاریاب لپاره نوی والي محمد داود وټاکه او نوموړی ایله نن په دنده پیل وکړ.
اوسمهال پر همدې وخت د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر فایق ته یوه اونۍ په زارۍ کولو تیره کړه او ان ورته يې وویل که له ولایت څخه لیري سې نو موږ به د ولسمشر مشاوریت درکړو خو فایق پر خپله خبره ټینګ وو.داسې هم ښايي چې د شمیم په ګډون نورو دولتي لوړ پوړو چارواکو هم فایق ته زاري کړې وي او ورته یې ویلي وي چې خیر دی ته خو نور ولایت پریږده، خو هغه هیڅ نه منل او ویل يې پر خپله څوکۍ به پاتي وي.

په ورته مهال د جنرال دوستم په ګډون یو شمېر لوړ پوړو چارواکو د فاریاب د نوي ټاکل شوي والي د ټاکل کیدلو مخالفت کړی او ویلي يې دي چې ورته به د دندې اجازه ورنکړي.په افغانستان کې د اشرف غني د ملي وحدت حکومت څخه را په دې خوا همدا کیسې روانې دي او کله کله خو ان عادي رییس هم ولسمشر نه مني ډير ځله والیان په پوځي زور له دندوشړل شوي.
ښاغلی دوستم ویلي وو، چې د فاریاب لپاره نوی والي نه مني ځکه په دې برخه کې ورسره مشوره نه ده شوې او فایق هم ټینګار کاوه چې بې وضیفې نسي.خو افغان دولت د دې پرځای چې والي او یا هم یو مامور د ولسمشر حکم ته په احترام دنده بل ځای ناستي ته پریږدي په زارۍ کولو پیل وکړ.