د فوټبال ۱۷ کلنه افغان لوبډله په تجارتي سیالیو کې له اندونیزیا سره مخامخ کېږي

اړوند خبرونه:
د افغانستان کرېکټ بورډ؛ یونس خان د افغان لوبډلې روزونکی وټاکل شو
د کرېکټ پر لوبغاړو د طالبانو تبلیغاتي ډلې نیوکې
کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه
د افغانستان د ۱۷ کلنو د فوټبال ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د آسیایي ځوانانو جام د درېیم ګروپ سیالیو په ترڅ کې نن شپه (پنجشنبه د حمل ۲۱مه) د ۲۱:۴۵ بجو په وخت اندونیزیا سره سیالي کوي.
دا لوبه تشریفاتي ده ځکه چې اندونیزیا د ۶ امتیازونو په لرلو سره نړیوال جام ته لار موندلې او افغانستان د دوه پرلهپسې ماتې ګاللو سره له سیالیو پاتې شوی دی.
په درېیم ګروپ کې اندونیزیا د سویلي کوریا سره ۰-۱ او د یمن په وړاندې ۱-۴ بریا ترلاسه کړې او د ځوانانو نړیوال جام او د سیالیو راتلونکې پړاو ته یې لار موندلې ده.
افغانستان په دوو پرلهپسې لوبو کې ماتې خوړلې دي (۰-۲ د یمن په وړاندې او ۰-۶ د سویلي کوریا په وړاندې) او پرته له ګول او امتیاز څخه له سیالیو حذف شوی او د پرمختګ هیله نه لري.
دا د افغانستان د ځوانانو لپاره په دې سیالیو کې درېیمه دوره ده، خو دا لوبډله تر دې دمه نه ده توانېدلې چې د ګروپ له پړاو څخه مخکې لاړه شي. د افغانستان د ځوانانو لوبډله په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۳ کلونو کې هم په دې سیالیو کې ګډون کړی و، خو بریالۍ نه وه.
اندونیزیا د دې سیالیو په اوو دورو کې ګډون کړی او دا لوبډله په ۱۹۹۰ کال کې یو ځل د څلورم مقام لرونکې شوې وه.
دا د آسیایي ځوانانو د جام شلمه دوره ده (چې د ۱۶ او ۱۷ کلنو د آسیا د قهرمانۍ پخوانۍ دورې هم پکې شاملې دي)، سیالۍ چې هر دوه کاله د آسیا فوټبال کنفدراسیون تر نظارت لاندې ترسره کېږي.
په دې سیالیو کې د آسیا د ځوانانو ۱۶ غوره لوبډلې ګډون کوي او د څلورو ګروپونو اته لوبډلې (لومړی او دوهم ځایونه) د ۲۰۲۵ کال د قطر نړیوال جام ته د کوربه قطر سره د آسیا د استازو په توګه صعود کوي.