لوبې خبرونه

د فوټسال ملي لوبډلې د ازبکستان لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د قرغزستان په څېر د ازبکستان لوبډله هم ماته کړه

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټسال سیالیو (کافا) په لړ کې ازبکستان ته ۳-۴ ماتې ورکړه.

افغان لوبډلې د ازبک لوبډلې پر وړاندې سخته سیالي لرله.

د لوبې په لومړۍ نیمايي کې ازبکستان ۲-۱ له افغانستانه مخکې و او ازبک لوبډله برلاسه ښکارېده، خو په دویمه نیمايي کې افغان لوبډلې پرله پسې ګولونه وکړل او لوبه یې ۳-۳ مساوي کړه، خو د لوبې په وروستیو څو ثانیو کې افغان لوبغاړي وتوانېدل چې د ازبکستان ګول پرانیزي او لوبه وګټي چې ددې لوبې غوره لوبغاړی رضا حسین پور ونومول شو

د ازبکستان لوبډلې پیاوړتیا

ازبکستان تېره ورځ د ایران پیاوړې لوبډلې ته ۲-۱ ماته ورکړې وه او داسې اټکل نه کېده چې د افغانستان پر وړاندې دې ماته وخوري.

ازبکستان لوبډلې د تاجکستان سیالې لوبډلې ته هم ۲-۴ ماته ورکړې وه.

نور ولولئ: فوټبال: افغان ښځینه لوبډلې د بریتانیا پارلمان ښځینه لوبډله ماته کړه

تر دې وړاندې افغان لوبډله توانېدلې وه چې د قرغزستان لوبډلې ته هم ۴-۵ ماته ورکړي. په دغو دوو بریاوو سره اوس افغان لوبډله د سیالیو لوبډلو د نوملړ په سر کې ځای لري.

د فوټسال روانې سیالۍ د جولای میاشتې په ۲۴ پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۳۰ نېټې دوام کوي چې پکې د افغانستان په ګډون د ایران، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او ترکمنستان لوبډلې لوبېږي. دغه لوبې د تاجکستان په کوربتوب روانې دي.

د افغان لوبډلې لوړ مورال او راتلونکې لوبې

د افغانستان فوټسال ملي لوبډله د نورو افغاني لوبډلو په څېر لوړ مورال لري او د خپل حریف پر وړاندې ډېره سخته لوبه کوي. ددې لوبې مبصرین وايي، که چېرته دا لوبډله همداسې بریالۍ شي او د خپلو حریفانو پر وړاندې په همدې شکل ولوبېږي، نو په راتلونکې کې به یې مقابل ټیمونو تم نه شي.

نور ولولئ: د ښځو فوټبال نړیوال جام پیل؛ لومړۍ لوبه له استرالیا، نیوزیلنډ وګټله

د افغان لوبډلې راتلونکې لوبې د چارشنبې په ورځ له ایران سره ده. له تاجکستان او ترکمنستان سره به هم لوبېږي.

په فوټسال لوبو کې د ایران لوبډله هم غښتلي ښيي، خو د افغان لوبډلې وروستیو لوبو ته په کتو مبصرین دا وړاندوینه کوي چې افغان لوبډله به له ایرانۍ هغې لوبه ګټي، ځکه دوی خورا تخنیکي او چټکه لوبه کوي چې پر وړاندې یې مقابله لوبډله په سختۍ لوبېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په نورو لوبو کې هم افغان لوبډلې ښې ځلېدلې او خپلې وړتیاوې یې ثابتې کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button