ټکنالوجي

د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي

د فیسبوک او ټویټر تر منځ تازه سیالي رامنځته شوي ده

نړیوال، سیمه‌ییز او نور ټول هغه شرکتونه چې په هره برخه کې بازار او خلکو ته د خپلو ګټو مطابق خدمات او اسانتیاوې برابروي او وړاندې کوي؛ هر یو یې په دې لټه کې وي چې د ښو خدماتو د وړاندې کولو، نوښتونو او نورو هغو لارو چې مارکېټینګ یې اجابوي، د مشتریانو پام جلب کړي او پر نړیوالو بازارونو خپله ولکه ټینګه کړي. دوی نه یوازې مشتري جلبوي، بلکې په دې ډول خپل حریف هم له بازار څخه پسې اخلي.

نور ولولئ: پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې

نن چې د تکنالوژي دور دی او لویو شرکتونو پر نړیوال بازار منګولې خښې کړي، نو د دوی له جملې هم یو فیسبوک او بل ټویټر دی چې د سوشل میډیا په برخه کې یې ډېری خلک ځانته کړي، نو اوس تازه یې یو او بل تر منځ سیالي پیل کړې ده.

د نوښتونو کولو هڅې

هره یوه هڅه کوي چې د نویو محصولاتو، نوښتونو او زیاتونو په مرسته لا ډیر خلک ځان ته ورواړوي.

تازه د مارک زاکربرګ مټا شرکت د ایلن ماسک د شرکت په وړاندې د سیالۍ په میدان کې یو بل ګام اخیستی دی. مټا کمپنۍ، چې فیسبوک هم ورسره تړلی دی، په لومړي وار د ټویټر د سیال اپلیکېشن لومړنۍ ډیمو یا تجربوي اپلیکېشن راوایست.

د مټا شرکت د تولید ريیس کریس کاکس په یوه خبري غونډه کې د خپل نوي محصول په اړه یو لړ معلومات اعلان کړل.

نوی محصول د میټا ځواب کېدلی شي؟

ده خپل دا محصول ټویټر ته د مټا ځواب وباله او ویې ویل چې په دې کې د انسټاګرام د اکاونټ له سیستمه کار اخیستل کېږي.

د مټا دا پروګرام، چې د (Project 92) په کوډ مشهور دی، ښايي د (Threads) په نوم راووځي.

مټا شرکت تراوسه پورې د ډي جې سلایم او د بودایانو د دیني مشر دالايي لاما په شمول له مشهورو کسانو سره له دغه پروګرامه د کار اخیستو په اړه خبرې کړي دي.

مخکې ویل شوي و چې د مټا دا نوی اپلیکېشن به د سږ کال تر مني پورې راووځي.

دا په داسې حال کې ده، چې نور هغه شرکتونه هم د سیالۍ په ډګر کې دي چې د سوشل ميډیا په برخه کې یې پانګونه کړې. دوی هم اوس غواړي چې د فیسبوک او ټویټر په شان په نړۍ کې په زیاته اندازه کارکوونکې پیدا او ځان ته جذب کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button