ټکنالوجي

پر تنکیو ځوانانو د سوشل میډیا منفې اغېزې

د سوشل میډیل زیات استعمال پر تنکیو ځوانانو د منفي اغېزو سبب کېږي او وخت یې ضایع کوي

په ټوله نړې کې د سوشل میډیا بې ځایه استعمال ددې سبب شوی چې د تنکیو ځوانانو په ځانګړې توګه په زده کوونکو یې منفي اغېز کړی او نه شي کولی خپل درسونه به منظم ډول تعقیب کړي. دوی نه شي کولی چې خپلې کورنۍ دندې په هغه کیفیت سرته ورسوي لکه څه ډول چې لازمه وي.

د ساینسپوهانو مختلف نظرونه

ځینې ساینسپوهان وايي چې په ۲۴ ساعتونه کې ۲ ساعته لازمه ده چې تنکي ځوانان سوشل ميډیا وکاروي او یا د ویډیو ګیم لوبه وکړي، ځکه دا کار د ماشومانو او ځوانانو د ذهانت قوه پیاوړي کوي، په حافظه کې یې د چټ درک ځواک ته وده ورکوي، خو ځینې نور بیا وایي چې نه، زده کوونکې باید له سوشل ميډیا او ویډیو ګیم لرې وساتل شي ځکه د درسونو پر مهال یې ذهن په همدې دوو شیانو کې بند پاتې کېږي او پر درسي بهیر یې بده اغېزه کوي.

دلته کلیک وکړئ: سپینه ماڼۍ ويلي د مصنوعي ذکاوت پر وړاندې انسانان خوندي وساتئ

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې د تکنالوژۍ له پرمختګ سره ګڼې ستونزې هم رامنځته کېږي او د هغو د حل په موخه څېړونکې هڅه کوي څو یې منفي اړخونه خلکو ته وړاندې کړي.

د سوشل میډیا له امله روغتیايي ستونزې

د امریکا تر ټولو لوړپوړې روغتيايي سرچينې په خپل تازه راپور کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو روغتیا ته چې په دې عمر کې يې مغز د ودې په حساس پړاو کې وي، د ټولنیزو رسنیو د جدي ګواښونو په اړه جدي خبرداری ورکړی.

د امریکا جګپوړي روغتيايي چارواکي ډاکټر وېوېک مورتي په خپل دغه تازه راپور کې ټینګار کړی چې ټولنیزې رسنۍ که څه هم ښايي ګټې ولري خو ډېر شاخصونه ښيي چې اوږدمهالي او تر ډېره پاتېدونکي منفي اغېزونه لري.

نور ولولئ: نوې ټکنالوژي به په امریکا کې د کاربون ځای ونیسي

د هغه تازه راپور موندلې چې په امریکا کې د دیارلس او اوولس کلونو تر منځ تنکیو ځوانانو پنځه نوي سلنه يې ټولنیزې رسنۍ کاروي او له درېیمې برخې ډېر يې وايي دوی دا رسنۍ تقریباً په دوامدار ډول کاروي.

دا خبرداری داسې مهال کې راغلی چې سپینې ماڼۍ هم د هغه څه په اړه خبراوی خپور کړی چې دوی د ځوانانو د ذهني روغتیا بې ساری بحران بللی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر ویلي، داسې نه پټېدونکي اسناد شته چې ښيي ټولنیزې رسنۍ پر ذهني روغتيا ناوړه اغیز کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button