نړیوال خبرونه

د قطر سفیر سره د مولوی کبیر ملاقات

د قطر د ولایتي شورا مرستیال

د ریاست‌الورزا مرستیال د قطر له سفیر سره په کتنه کې وايي، سرپرست حکومت غواړي په افغانستان کې د بشري مرستو د زیاتوالي په خاطر د دوحې په منځګړیتوب له اسلامي هېوادونو او نړیوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړي. 

ارګ په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د قطر له سفیر سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراخولو په اړه هم خبرې کړې دي. په‌دې لېدنه کې د قطر سفیر ژمنه کړې چې د خیریه بنسټ له لارې به د افغانستان له خلکو په ځانګړې توګه له ښځو او یتیمانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

افغانستان له قطر سره ښې اړیکې غواړي

د ارګ پر ټویټر پاڼه زیاته شوې: «د افغانستان اسلامي امارت له قطر سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا تر څنګ په نورو بیلابیلو برخو کې د حسنه مناسباتو د لاپراختیا غوښتونکی دی. موږ غواړو چې، د قطر په منځګړیتوب له اسلامي هېوادونو او نړۍوالې ټولنې سره ښې اړیکې جوړې کړو؛ څو ورسره له افغانستان سره په بشري مرستو کې ډېروالی راشي. 

نور یی ولوله | چین کې د افغانی غالیو نندارتون ته وړاندې کېدل

نور یی ولوله | کابلوف: د ا.ا چارواکي به د مسکو مشورتي ناسته کې ګډون و نه‌لري

د اړیکو د ښه کولو په برخه کې ښه منځګړی هیواد

د چارو ځینې شنونکي بیا د نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو د ښه والي او افغانستان ته د بشري مرستو د راجلبولو په برخو کې قطر یو ښه منځګړی هېواد بولي. پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: «قطر د بشردوستانه مرستو د راجلبولو او د اسلامي امارت او د نړۍ د هیوادونو تر منځ د اړیکو د ټینګولو په برخه کې غوره لابي‌ کوي او له همدې امله د نړۍ هېوادونه کولای شي اسلامي امارت په رسمیت وپيژني

د سیاسي چارو کارپوه ولي فروزان وايي: « قطر په ټولیزه توګه د اړیکو په ساتلو او ښه کولو او د بشري مرستو په جلبولو کې خورا مهم رول لوبولی شي. د سیاسي چارو کارپوه نجیب‌الله جامع وايي: «د سولې په برخه کې د قطر رول مهم دی او د افغانستان په اړه د قطر هېواد نظر او اراده ښه ده. په قطر کې د اسلامي امارت سیاسي دفتر په ۲۰۱۳ کال کې په فعالیت پیل وکړ او لا هم فعال دی. دغه دفتر اوس هم د اسلامي امارت او نړۍوالې ټولنې تر منځ ارتباطي پل ګڼل کېږي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button