د قوشتپې کانال په اړه د ګاونډیانو اندېښنې
له کله نه چې د قوشتپې کانال کارونه پیل شوې، د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو سره لیدلي دي
د افغانستان د درو شمالي هیوادونو، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولسمشرانو په یوه بیړنۍ غونډه کې په افغانستان کې د قوش تیپې کانال د جوړېدو د عواقبو په اړه خبرې وکړې.
په دې بې سارې غونډه کې، چې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې وشوه، د سیمې له دې خورا مهمې سرچینې یعني اوبو څخه د استفادې په اړه بحث وشو.
نور ولولئ: امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته ویلي: د هلمند سیند اوبو کې حقابه مو جدي غوښتنه ده
د درو هیوادونو د ولسمشرانو د خبرو موضوع د دوی له کتنې څو ورځې وروسته ځرګنده شوې ده.
د قوشتپې کانال له کومه ځایه سرچینه اخلي؟
افغانستان د امو دریا په جنوب او تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان یې په شمال کې موقعیت لري. د منځنۍ اسیا دا درې هیوادونه له پیړیو راهیسې د امو دریا له اوبو په کرنه کې ګټه اخلي خو افغانستان، چې د دې سین د اوبو یوه لویه برخه یې له خاورې سرچینه اخلي، د امو سین له اوبو تقریباً هیڅ استفاده نه کوي.
افغانستان په لومړي ځل د قوش تیپې کانال په جوړولو غواړي چې له امو سین څخه په کرنه کې کار واخلي او دې مسلې د منځنۍ اسیا درې هیوادونه اندېښمن کړي دي.
د تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو د خبرو په پایزه اعلامیه کې ویل شوي چې په نژدې راتلونکې کې د اوبو په اړه اندېښنه د دوی درې واړو د خبرو موضوع وه.
نور ولولئ: د ایران یوه سرچینه وایې د کمال خان بند اوبه سیستان ته رسېدلې
که څه هم په دې اعلامیه کې د افغانستان نوم نه دی یاد شوی خو په اعلامیه کې له ورایه ښکاري چې د قوش تیپې کانال حوړېدا د دوی لپاره اندېښنې پیدا کړي دي.
د اوبو د کمښت ستونزه
دوی په ځانګړي ډول دې ته اشاره کړې چې په راتلونکې کې اوبه کمیږي او باید په داسې لارو چارو پسې وګرځي چې دا ستونزه پراخه نه شي.
د افغانستان د طالبانو حکومت د تېر ۲۰۲۱ په پسرلي کې د قوس تیپې پر کانال د کار پیلولو اعلان وکړ.
دا پروژه د محمد داوود خان د حکومت په مهال پلان شوه خو د ثور د کودتا له کبله وځنډېده. وروسته د اشرف غني حکومت ورته بودجه برابره او له جوړوونکي شرکت سره یې قرارداد لاسلیک کړ. د طالبانو له واک ته رسیدو سره دا پروژه وځنډېده خو یو کال وروسته یې بیرته پیل کړه.
دا کانال به ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د هیواد د شمال په درو ولایتونو، بلخ، جوزجان او فاریاب کې به ۵۵۰ زره هکتاره مځکه خړوبه کړي.