د لمر تندر نیول؛ نن به په دې سیمو کې ولیدل شي

د ۲۰۲۶ کال د اګست ۱۲مه به د ستورپوهنې د مینهوالو لپاره له مهمو ورځو څخه وي، ځکه نن به د کال یوازینی بشپړ لمرنیونه یا کسوف رامنځته شي. د دې پېښې پر مهال سپوږمۍ د ځمکې او لمر ترمنځ راځي او د لمر وړانګې د ځمکې له ځینو سیمو څخه د لنډ وخت لپاره پټوي.
د د لمر تندر نیول بشپړ پړاو به په ګرینلنډ، ایسلنډ، د روسیې په شمال، د اتلانتیک سمندر په ځینو برخو، هسپانیه او د پرتګال په یوه کوچنۍ برخه کې ولیدل شي. د اروپا، شمالي افریقا او شمالي امریکا په ګڼو سیمو کې به بیا د کسوف جزوي بڼه ښکاره شي. د لمر تندر نیول؛ نن به په دې سیمو کې ولیدل شي
د دې کسوف عمومي بهیر د نړیوال وخت له مخې شاوخوا د ماسپښین په ۳:۳۴ بجو پیلېږي او د ځمکې د بېلابېلو سیمو لپاره به د لیدلو وختونه توپیر ولري.
افغانستان کې د لمر تندر نیول لیدل کېږي؟
افغانستان د دې کسوف د لیدلو په مسیر کې نه دی، نو د هېواد له هېڅ برخې څخه به د اګست ۱۲مې بشپړ یا جزوي لمرنیونه ونه لیدل شي. د غزني لپاره هم د فلکي محاسبو معلومات ښيي چې دا پېښه له دغه ځایه د لیدلو وړ نه ده.
د لمرنیونې پر مهال سترګې څنګه وساتو؟
کارپوهان سپارښتنه کوي چې د لمر د کسوف پر مهال باید لمر په لوڅو سترګو ونه کتل شي. د مستقیمې کتنې لپاره باید ځانګړې سولر عینکې یا د لمر د کتلو منظور شوي فلټرونه وکارول شي.
د اګست ۱۲مې لمرنیونه ځکه هم ځانګړې پاملرنه ترلاسه کوي چې د بشپړ کسوف مسیر له اروپا څخه تېرېږي او په ایسلنډ او د هسپانیې په ځینو ښارونو کې به د بشپړ کسوف ننداره ممکنه وي.



