لوبې

د لوبډلې له اعلان وروسته د قیس، سلیم، عظمت او درویش پوسټونه

د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام لپاره لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ نن غرمه د راتلونکي ۲۰۲۲ کال شل اوریز جام لپاره لوبډله اعلان کړه، چې یو شمېر ځوان لوبغاړي یې هم ورته اخیستي دي، چې د کرکټ مینه وال ورنه تر ډېره خوشحاله دي.

په اعلان شوې لوبډلې په ځوان لوبغاړو کې قیس احمد، سلیم ساپی، عظمت الله عمرزی او درویش رسولي هم شامل دي او دوی په لوبډله کې له اخیستلو کېدو وروسته په ټولنیزه رسنیو پوسټونه کړي. ځوان لوبغاړي قیس احمد لیکلي:((چې پر ما یې باور وکړ زه به هڅه وکړم چې ستاسو باور په ځای وساتم او ګران وطن لپاره ښه وځلیږم. د ټولو درنو هیوادوالو او خوږو مینوالو هیله کوم چې د تل پڅیر مونږ پر خپلو دعاګانو کې یاد وساتي!)).

نور یی ولوله | محمد نبي د شل اوریز لوبو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې خپل لومړی مقام له لاسه ورکړ

نور یی ولوله | سری لنکا څرنګه پاکستان ته ماتې ورکړه

د T20 نړیوال جام د ټیم برخه

عظمت الله عمرزی لیکلي:((ګرانو هیواد والو!‏خوښ یم چې د شل اوریز نړیوال جام د لوبډلې برخه شوم.‏ ستاسو ملاتړ او دعاګانې نه نړی مننه.)). چټک توپ اچونکی سلیم ساپی لیکلي:((الحمدالله ! د لوی خدای ج نه ډیر شکر ګذار یم چې ماته یی د خپلو زحمتونو او خواریو صله راکړه، ۲۰۲۲ شل اوریزه نړيوال جام کی د خپل ګران وطن نمایندګی وکړم او ګران وطن ته ډیری لاسته راوړنی ولرم.))

دغه راز درویش رسولي هم د عظمت عمرزي په څېر پوسټ کړی او ویلي یې دي:((ګرانو مینه والو! خوښ یم چې د شل اوریز نړیوال جام د لوبډلې برخه شوم. دا ستاسو ملاتړ او دعاګانې دي.)). د یادونې وړ ده چې نړیوال شل اوریز جام به د راتلونکي اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربتوب پیل او د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوري به دوام وکړي او افغانستان به په خپل ګروپ کې له انګلستان، نیوزیلېنډ، اسټرالیا او دوو نورو لار موندونکو لوبډلو سره لوبه وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button