ژوند

د لومړنۍ جنسي اړیکې نیولو په باره کې ځینې لارښوونې

د لومړنۍ غوره جنسي اړیکې نیونې لپاره یو شمېر لارښوونې چې باید پام ورته وشي

په اول ځل د جنسي اړیکې نیونې په هکله ډېر باورونه موجود دي. ډېری خلک پر دې باور دي چې لومړنۍ جنسي اړیکه له درد او وینې‌بهېدنې سره مله وي. که څه هم ممکنه ده چې یو څه وړه ناراحتي منځته راشي، خو لومړنۍ جنسي اړیکه به د درد یا سختې وینې‌بهېدنې لامل نه شي. باید په یاد ولری چې د لومړنۍ جنسي اړیکې په اړه هېڅ ډول ځانګړی تعریف وجود نه لري. تر هغه ځایه چې په دې اړه کوم بلابېل تعریفونه موجود دي، د همدې تعریفونو په دوام نیت لرو چې د لومړنۍ جنسي اړیکې په باره کې ځینې شیان وڅېړو.

د خپل وجود له اناتومي سره اشنا شئ

مخکې له لومړنۍ جنسي اړیکې نیولو څخه هڅه وکړئ څو په اولایلو کې د وجود له اناتومي سره په ښه توګه بلد یا اشنا شی. د وجود له اناتومي سره بلدتیا له تاسو سره مرسته کوي چې د جنسي اړیکې د نیولو په وخت کې ارامه او غوره تجربه ولری. ددې کار لپاره شرم او خجالت هېر او خپل تناسلي اندام لمس کړئ.  تاسو کولی شی چې د خپلې مېرمنې له تناسلي آلې څخه هم پوره معلومات ولری او د هغې د وجود له اناتومي سره په بلدتیا ښه جنسي اړیکه تجربه کړئ. په دې برخه کې مطالعه له تاسو سره همکاري کوي.

ډېر ولولئ: په جنسي اړیکه کې د انزال موده

له خپل خاوند سره د خپلو اندېښنو په اړه خبرې وکړئ

په لومړنۍ جنسي اړیکه کې چې باید ورباندې پوه شی، له خاوند سره خواخوږي رامنځته کړئ او خبرې ورسره وکړئ. که چېرته ویره لری او یا له دغې جنسي اړیکې څخه تاسو ته زیان رسېږي نو دا موضوع خامخا له خپل خاوند سره شریکه کړئ. تاسو کولی شی چې د خاوند په ملتیا احتیاطي تدابیر ونیسې څو ډاډ ترلاسه کړې چې هم له فیزیکي او هم له فکري اړخه په ارامو او ښو شرایطو کې دغه اړیکه سرته رسوی.

لومړنۍ جنسي اړیکه په ورو ترسره کړئ

جنسي اړیکه کېدای شي چې له خوند او هیجان ډکه وي او تاسو وهڅوي چې چټک حرکات وکړی، خو پام مو وي چې ورو حرکات ستاسو له فیزیکي او روحي سلامتیا سره ډېره مرسته کوي. هڅه وکړئ چې په اول کې ارام او نرم مخکې لاړ شئ، که چېرته په دې حالت کې ارام واست نو تغیر راوستلی شی. په ځانګړې توکه په لومړني دخول کې هڅه وکړئ چې خپل تېزوالی راکم کړی څو ستاسو د اندام عضلات د نرینه له تناسلي آلې سره ځان عادت کړي. د جنسي اړیکې د سرعت کمول تاسو ته ددې زمینه برابروي چې زیات خوند تجربه کړی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button